لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پیښور گنج مدرسې ترهگرۍ کې د ککړتیا د امریکې الزام رد کړې


د نهې په ورځ خبریالانو سره خبرو کې د گنج مدرسې مهتمم عالم شیر ومنله چې شیخ امان الله، د چا په سر چې په مدرسه بندیزونه لگول شوي، مدرسه کې اته میاشتې وړاندې مدرس یا استاز پاتې شوی خو اوس تللی دی او ورته نه ده معلومه چې چرته
د پیښور په پخوانۍ برخه گنج کې موجود د گنج په نوم مدرسې د امریکې د خزانې وزارت د طرفه ترهگرۍ او القاعده سره د تړون الزام رد کړی دی.
د مدرسې مهتمم د نهې په ورځ خبریالانو ته ویلي مدرسه کې ماشومانو ته د اسلامي تعلیم پرته نه خو د ترهگرۍ او نه د بمونو تیارولو تربیه ورکړی کیږي.
د امریکې د خزاني وزارت د گل په ورځ اعلان کې په گنج مدرسه اقتصادي بندیزونه ولگول او وې ویل د القاعده او د پاکستان غیر قانونه گرځول شوي دوو وسله والو تنظیمونو سره د تعلق لري. د وزارت په اعلان کې ویل شوي مدرسه د ترهگرو د برتۍ او تربیي د پاره دوو ډلو استعمالوله.
د امریکې د خزانې وزارت وویل د گنج مدرسې مشر چې د فضیل شیخ ابو محمد امین الپشاوري یا د شیخ امین الله په نوم یادیږي، امریکې او ملگرو ملتونو کال ٢٠٠٩ کې د القاعده او طالبانو په ملاتړ ترهگر گرځولی دی.
د نهې په ورځ خبریالانو سره خبرو کې د گنج مدرسې مهتمم عالم شیر ومنله چې شیخ امان الله، د چا په سر چې په مدرسه بندیزونه لگول شوي، مدرسه کې اته میاشتې وړاندې مدرس یا استاز پاتې شوی خو اوس تللی دی او ورته نه ده معلومه چې چرته.
شیر عالم وویل مدرسه په خپله خرڅه چلولوي، د چا نه مالي امداد نه غواړي خو خلک چنده ورکولی شي.
د گنج مدرسه د پیښور په قدیمه برخه کې موجود ده، شا او خوا ورسره کورونه دي. مدرسه درې چته لري. په مزکني چت جومات دی، په دویم مدرسه او دریم چت د طالب علمان د استوگنه کوي.
پیښور کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال حمیدالله گنج مدرسې ته ورغلی دی، د سترگو لیدلی حال يي رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00
Direct link
XS
SM
MD
LG