لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهگرۍ کې د پاکستانیانو په وژنه د امریکا اندیښمني


جمهوریت او انساني حقوقو دپاره د سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت نائب سیکریټري عزرا ضیا
جمهوریت او انساني حقوقو دپاره د سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت نائب سیکریټري عزرا ضیا
د انساني حقوقو په هکله د امریکا خارجه وزارت د کال ٢٠١٣ رپورټ پاکستان کې د وسله والو د لاسه د عام ملکي کسانو په وژنه اندیښمنې څرگندوي او وايي وسله والې ډلې په بی دریغه او پرتشدد ډول خلک په نخښه کوي.
د رپورټ د شائع کیدو په وخت د جمهوریت او انساني حقوقو دپاره د سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت نائب سیکریټري عزرا ضیا وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره مرکه کې وویل ترهگرو ډلو په تیرو کلونو گڼ شمیر پاکستانیان په نخښه کړې دي.
"مونږ اندیښمن یو چې گڼ شمیر عناصر په بې دریغه او په پرتشدده ډول پاکستانیان په هدف کوي،" غزرا ضیا وویل.
هغې وویل امریکا په خصوصي توگه د مقدمې بغیر د خلکو په وژل کیدو، هدفې وژنو، د واک اخیتار ناجائز استعمال، د تفتیش نشت والي، د خلکو په بې درکه کیدلو او فرقه ایز تشدد باندې اندیښمني لري.
عزرا ضیا وویل امریکا په خصوصي توگه د پاکستان د هغه قوانینو په باره کې هم اندیښمنې لري چې د توهین رسالت یا د اسلام د سپکاوي په تور پکې په خلکو مقدمې جوړول کیږی. هغې زیاته کړه تیر کال ١٧ کسان ددغه قانون دلاندې د مرگ سزا په انتظار قید کې بند وو.
د انساني حقوقو کارکن وايی د پاکستان دغه قوانین په پراخه کچه ناجائز استعمال کولی شي او په ځېنې وختونو کې ذاتي دښمنو او د انتقام دپاره اهم استعمالیږی.
د پاکستان او امریکا د تعلقاتو په هکله میرمن ضیا وویل د دواړو هیوادونو تعلقاتو په گڼ شمیر مدونو خواره دي او واشنگټن پاکستان کې د انساني حقوقو صورتحال او امنیت بهتر کولو په خاطر په حکومتي او غیر حکومتي کچه همکارۍ کې مصروف دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG