ماهرین وايي د پاکستان د موجوده اقتصادي مشکلاتو په وجه د هېواد نوی حکومت به د نړيوالو مالیاتو ادارو نه د قرض اخیستلو لار اختیاروي.
د پاکستان او د پاکستانیانو دپاره په مالیاتي ادارو کې د ايي اېم اېف یا د انټرنیشنل مانېټري فنډ نوم څه نوی نه دی.
ماهرین وايي امکان دی چې د پاکستان اینده حکومت به یو وارې بیا ايي اېم اېف ته د قرض دپاره لاس ور وغځوي. هېواد وړاندې هم د ايي اېم اېف نه قرضې اخیستې دي.
پاکستان دې د چین قرض د امریکې په پېسو نه ادا کوي
مایک پامپېیو، د امریکې خارجه وزیر، ايي اېم اېف خبرداره کړی دی چې پاکستان ته دې د چین قرض بیرته ورکولو دپاره پېنسې نه ورکوي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه مایک پامپېیو ايي اېم اېف ته دا خبرداری د امریکې سي اېن بي سي ټېلې وژن سره مرکه کې کړی دی.
مایک پامپېیو وویل د پاکستان متوقع نوي وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف گوند مشر عمران خان سره همکارۍ ته سترگې په لار دی خو ددې خبرې هېڅ "منتق" نه ویني د چین قرض ادا کولو دپاره دې ايي اېم اېف پاکستان ته د امریکې پېسې ورکړي.
د پاکستان د اقتصادي چارو یو ماهر وايي پاکستان دپاره د چین د قرض بیرته کولو وخت لا نه دی راغلی.
ډاکټر محمد زبیر خان د امریکې د جانسز هاپکنز یونیورسټۍ نه په اقتصادیاتو کې د ډاکټرۍ ډگري اخیستې ده، په ورلډ بینک او په ايي ایم ایف کې یې خدمات ترسره کړې دي او د پاکستان د تجارت وزیر هم و.
د وي او ای ډیوه سره مرکه کې محمد زبیر وویل چې د امریکې د خارجه وزیر مایک پامېیو دا خبره بې ځایه ده چې گنې پاکستان به د ايي ایم ایف نه اخیستل شوې پېسې د چین د قرض په ادا کولو کې ولگوي.
ډاکټر زبیر وویل پاکستان دپاره د چین قرض د بیرته ورکولو وخت لا نه دی راغلی او د مایک پامپېیو خبرې بې ځایه ده.
ايي اېم اېف او پاکستان
ايي اېم اېف ویلي پاکستان ورسره د قرض دپاره څه رابطه نه ده کړې.
ايي اېم اېف د نړۍ د ١٨٩ غړي هېوادونو مالیاتي اداره ده چې مرکزي دفتر یې په واشنگټن کې دی او غړو هېوادونو ته د ضرورت په وخت په سود قرض ورکوي. د ایي اېم اېف د پېسو پنگه د ادارې غړي هېوادونه راجمع کوي چې امریکا پکې هم شامله ده.
ډاکټر زبیر خان وویل د ايي اېم اېف د پنگې قریباً ١٢ فیصد برخه امریکا ورکوي.
ویل کیږي چې د ١٩٨٠ د لسېزې راهسې پاکستان د ايي اېم اېف نه ١۴ ځله وار قرض اخیستې دی. ورستي ځل په کال ٢٠١٦ کې و. مقروض هېوادونه په قسطونو کې د ايي اېم اېف قرض بیرته د ادا کولو پابند وي.
ماهرین وايي لکه د پاکستان په رنگ د اقتصادي کړکیچونو سره مخامخ هېوادونو دپاره د ايي اېم اېف قرض او د سود ادائيگي مالي مشکلات راولاړوي.
پاکستان ١٢ ارب ډالرو ته اړتیا لري
رویټرز د فاینېنشل ټایمز ورځپاڼې په حواله وايي چې د پاکستان د مالیاتي چارو مامورین په یوه منصوبه کار کوي چې ترمخه به د ايی اېم اېف ته د ١٢ ارب ډالرو قرض وغواړي.
د انتخاباتو نه یوه ورځ ورسته عمران خان په ټېلې وژن قام ته وینا کې وویل چې د هېواد اقتصادي صورتحال ښه کول به یې وړمبۍ ترجیح وي. هغه وویل په پاکستان کې به د بهر نه سرمایه کارۍ ته لاره هواروي.
ماهرین وايي د حکومت په وړمبو ورځو کې به نوی حکومت د بهر نه قرض ته اړتیا لري.
ماهرین وايي د پاکستان د زرمبادله ذخایر غورځېدلې دي، په ورستیو ورځو کې پاکستاني روپۍ د ډالر په مقابل کې غورځېدلې ده، د هېواد واردات زیات او صادرات یا اېکسپورټس زیات شوې دي.
په اسلام اباد کې د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې دي نیوز خبریال او د اقتصادي چارو کارپوه مهتاب حیدر هم وي او ای ډیوه ته ویلي چې د پاکستان نوي حکومت دپاره د ايي اېم اېف ته د تگ نه پرته بله کومه لار نشته.