لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: امریکا په افغانستان کې په نورو ١٩ کلونو کې هم نشي کامیابېدی


عمران خان وویل هغه به د گل، دوشنبې، په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ سره ویني او ورته به وايي چې د افغانستان مسله پوځي حل نلري. "په ١٩ کلونو کې که تاسو کامیابي ترلاسه نکړه، نو په نورو ١٩ کلونو کې هم نشئ کامیابېدی."
عمران خان وویل هغه به د گل، دوشنبې، په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ سره ویني او ورته به وايي چې د افغانستان مسله پوځي حل نلري. "په ١٩ کلونو کې که تاسو کامیابي ترلاسه نکړه، نو په نورو ١٩ کلونو کې هم نشئ کامیابېدی."

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي د افغانستان د مسلې حل په جنگ کې نه دې او امریکا په نورو ١٩ کلونو کې هم په افغانستان کې کامیابي نشي ترلاسه کولی.

عمران خان د گل، دوشنبې، په ورځ په نیویارکې د کاونسل ان فارن ریلېشنز نومې څېړنې ادارې یوې غونډې ته وویل چې هغه به د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ته هم دا خبره کوي چې جنگ د افغانستان د مسلې حل نه دی.

عمران خان وویل هغه به د گل، دوشنبې، په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ سره ویني او ورته به وايي چې د افغانستان مسله پوځي حل نلري. "په ١٩ کلونو کې که تاسو کامیابي ترلاسه نکړه، نو په نورو ١٩ کلونو کې هم نشئ کامیابېدی."

عمران خان وویل د القاعده په شمول نورې وسله والې ډلې د پاکستان استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د روس خلاف جنگېدو دپاره تربیه کړې وې.

عمران خان په افغانستان کې په حالاتو، د پاکستان په اقتصادی صورتحال او د امریکې سره د پاکستان په تعلقاتو ترڅنگ په یوشمېر موضوعاتو خبرې وکړې.

عمران خان ووېل د کال ٢٠٠١ د حملو ورسته د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د پاکستان امریکې سره ملگرتیا د پاکستان تر ټولو لویه غلطي وه.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکې د دفاع پخواني وزیر جېم مېټس ویلي چې د مذهبي تندورۍ د زیاتېدو او اېټمي وسلو په سبب پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی، نو عمران خان وویل جېم مېټس د حالاتو په اړه صحیح معلومات نه لري. د هغه په نظر، مذهبي تندورۍ او د وسله والو ډلو مسله پاکستان ته د ١٩٨٠ د لسیزې راهسې په افغانستان کې د روس خلاف جنگ د وخت نه پاتې ده.

عمران خان وویل چې د ١٩٨٠ په لسیزه کې د پاکستان استخباراتي ادارې، ايي اېس ايي، د امریکې په مرسته د روسیانو خلاف جنگی دپاره د ټولې اسلامي نړۍ څخه افغانستان ته تللي وسله وال تربیه کول. "د روسیانو خلاف جنگېدو دپاره مونږ دا وسله والې ډلې جوړې کړې."

عمران خان وویل د روس خلاف د جنگ په وخت "د جهاد د عظمت" خبرې کېدلې. عمران خان وویل دا خبره به هېڅ کله هېره نکړي چې د هغه وخت د امریکې صدر رانلډ رېگن "مجاهدین مشران" واشنگټن ته بللي وو او وېل یې چې په اخلاقي توگه دغه مشران د امریکې د بانیانو برابر دي. په دغه وخت "جهادیان اتلان وو."

عمران خان وویل چې روس افغانستان څخه ووتلو او نو امریکې هم سیمې ته شا کړه "او وسله وال یې پاکستان ته پرېښودل."

عمران خان وویل په امریکې د کال ٢٠٠١ د حملو وروسته پاکستان یو وارې بیا د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د امریکې ملگری شو او د پاکستان نه توقع کېدله چې د دغو "ترهگرو ډلو" خلاف گامونه پورته کړي. هغه وویل کله چې وسله وال د روس خلاف جنگېدل نو اتلان گڼل کېدل خو اوس چې امریکا افغانستان ته تللې نو خلاف یې مزاحمت "ترهگري گڼل" کېږي.

عمران خان وویل پاکستان وسله وال تربیه کړل او ورته یې وېل چې جهاد "عظیم" کار دی "خو اوس هم هغه دغو ډلو ته وایوو دا ترهگري ده."

عمران خان وویل د کال ٢٠٠١ حملو ورسته د پاکستان امریکې سره ملگری کېدل تر "ټولو لویو غلطيو نه یوه" وه. هغه زیاته کړه چې د دې پرته هم په پاکستان الزام لگول کېږيږ. "زه فکر کوم چې دا د پاکستان تر ټولو بد وخت و."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG