لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن کې د پاکستان او امریکې سټرټیجک مزاکرات


سرتاج عزیز وویل دا وخت چې افغانستان کې جنگ په ختمیدو دی، جنگ ځپلې هیواد کې که چرې بیا څه بې ثباته راپیدا کیږي نو ټول زور به يي په پاکستان غورځېږي. هغه وویل "مونږ د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په ملکیت کې د امن د عمل ملاتړ کوو خو دا امید هم لرو چې زمونږ د امنیت په هکله د اندیښنو ځواب به په مکمل توگه شوی وي."
سرتاج عزیز وویل دا وخت چې افغانستان کې جنگ په ختمیدو دی، جنگ ځپلې هیواد کې که چرې بیا څه بې ثباته راپیدا کیږي نو ټول زور به يي په پاکستان غورځېږي. هغه وویل "مونږ د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په ملکیت کې د امن د عمل ملاتړ کوو خو دا امید هم لرو چې زمونږ د امنیت په هکله د اندیښنو ځواب به په مکمل توگه شوی وي."
د امریکې او د پاکستان لوړ رتبه حکومتي چارواکو د گل په ورځ د دواړو هیوادونو د سټریټیجک ډائیلاگ یا د سټریټیجک مکالمې په عنوان مذاکرات شورو کړل چې پکې به دواړه طرفین د افغانستان، ترهگرۍ، امنیت، توانائي، تعلیم او د اقتصاد په مدونو کې د همکارۍ زیاتولو په موضوع د خیالاتو تبادله کوي.
واشنگټن کې د مکالمې یا د ډائیلاگ ورستی نشست شورو کولو په وخت د امریکې خارجه وزیر جان کیري او د پاکستان د قامي سلامتیه او خارجه چارو مشیر سرتاج عزیز د خپلو خپلو ډلو مشري وکړه.
په تیرو وختونو کې د امریکا او د پاکستان په تعلقاتو کې راپورته شوو کړکیچونو ته په اشاره، جان کیري د گل په ورځ د مذاکراتو پرانستې دستورې ته وویل چې که څه هم د دواړو هیوادونو په اړیکو کې وخت په وخت خنډان او مشکلات راپورته شوي دا مکالمه ښائي اسلام آباد او واشنگټن تعلقاتو کې نوره هم "مظبوطیه او ژورتیا" راوستل غواړي.
جان کیري وویل د هغه شخصي خواهش دی چې د پاکستان د اولس سره خپل تعلقات نور هم مظبوط کړی شي.
جان کیري وویل د سټریټیجک مذاکراتو مقصد دا هم دی چې مشترکه مفادات په نخښه کړې شي او که چرې اختلافات وي نو چې د لرې کولو دپاره يي کار وکړی شي.
جان کیري هیواد کې د تندروۍ خلاف د پاکستاني حکومت او د شهریانو د دریز ستائنه وکړه. هغه وویل د پاکستان مظبوطیه په دې کې ده چې ټول اولس يي د رنگ، نسل او مذهب د تغیر پرته یو موټی ودریږي.
جان کیري وویل د ترهگرو د لاسه د پاکستان د اولس په رنگ نور څوک نه دي زوریدلې.
د امریکې خارجه وزیر افغانستان کې د امن او د افغانستان او پاکستان په شریکه پوله د وسله والو تگ راتگ په لړ کې د پاکستان د کردار ذکر هم وکړو. هغه وویل افغانستان کې امن او ثبات د خپله د پاکستان په گټه هم دی او په سټرټیجک ډائیلاگ کې به افغانستان او پاکستان د پولې پورې راپورې غاړه د وسله والو په حرکت هم خبرې اترې کولی ‍شي.
دستورې ته په خپل نوبت وینا کې د پاکستان د قامي سلامتیه مشیر سرتاج هم امریکې سره تعلقاتو د ښه کولو اهمیت زور واچولو. هغه په مختلفو مدونو او په خصوصي توگه د توانائي په مد کې د امریکې سره د همکارۍ په زیاتولو زور واچوو.
سرتاج عزیز وویل افغانستان نه د نړې والو ځواکونو انخلا نوي مواقع او مشکلات راولاړوي. هغه وویل "باید دا یقیني کړو چې افغانستان د ثبات په لورې روان شي او دا چې د تیر وختونو غلطۍ تکرار نه شي."
سرتاج عزیز وویل افغانستان کې د ثبات په لړ کې پاکستان د امریکا او د سېمې نورو ملگرې هیوادونو سره په شریکه کار کولو ته تیار دی. سرتاج عزیز وویل دا وخت چې افغانستان کې جنگ په ختمیدو دی، جنگ ځپلې هیواد کې که چرې بیا څه بې ثباته راپیدا کیږي نو ټول زور به يي په پاکستان غورځېږي. هغه وویل "مونږ د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په ملکیت کې د امن د عمل ملاتړ کوو خو دا امید هم لرو چې زمونږ د امنیت په هکله د اندیښنو ځواب به په مکمل توگه شوی وي."

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG