لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجان کيري ددورې نه وړاندې دنواز شريف اؤ جنرال کياني ليدنه


Pasukan Malaysia membawa salah satu jenazah dari pesawat&nbsp; MH17 setibanya di Bandara Internasional Kuala Lumpur di Sepang, Malaysia. 20 jenasah korban penerbangan naas yang ditembak jatuh di atas wilayah Timur Ukraina bulan lalu itu diterbangkan dari Amsterdam.<br />
<br />
&nbsp;
Pasukan Malaysia membawa salah satu jenazah dari pesawat&nbsp; MH17 setibanya di Bandara Internasional Kuala Lumpur di Sepang, Malaysia. 20 jenasah korban penerbangan naas yang ditembak jatuh di atas wilayah Timur Ukraina bulan lalu itu diterbangkan dari Amsterdam.<br /> <br /> &nbsp;
دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دشورو په ورځ دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره ليدنه کړې ده.
سرچينې وائي په دغه مهال دواړو مشرانو پاکستان ته دامريکې دخارجه وزير جان کيري دراتلونکې دورې په مهال هغه سره دليدنو په ايجنډا غور کړى دى.
دواړو مشرانو په دې خبره اتفاق وکړو چې امريکا سره مذاکراتو کې دپاکستان پوځي اؤ سول قيادت يوشان دريځ خپلوي.
ددغه ليدنې په مهال ډائريکټر جنرل انټر سروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام، دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز، داخله وزير چوهدري نثارعلي خان، اؤ دخارجه چارو په اړه دوزيراعظم ځانگړى مرستيال طارق فاطمي هم موجود وؤ.
هيله کيږي جان کيري به په ٣١ جولا ئي اسلام اباد ته رسيږي.
جان کيري په ٢ جولا ئي دايشيائي سيمه ييز فورم د٢٠مې وزارتي غونډې په مهال دسرتاج عزيز له لوري دپاکستان ددورې بلنه قبوله کړې وه.
هيله کيږي جان کيري به په لمړي اگست صدر، وزيراعظم اؤ دخارجه چارو په اړه دوزيراعظم صلاح کار سره ليدنې کوي.
جان کيري به دپاکستان دپوځي مشرانو سره هم ليدنې کوي اؤ هيله کيږي چې دډرون حملو پشمول به دامريکائي مشر ددغه دورې په موقع هغه سره په بيلا بيلو مهمو چارو خبرې اترې کولى شي.
وزيراعظم ميا نواز شريف دپوځ سرلښکر سره دغه مهمه ليدنه په داسې حال کړې ده چې دهيواد مختلفو سيمو کې دتندلارو له لوري په امنيتي ځواکونو اؤ مهمو اهدافو حملو کې ترډيره حده اضافه شوې ده.
د گل په ورځ دخيبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان ښار کې په مرکزي بندي خانه دطالبانو بريد کې دشپږوپوليس عسکرو پشمول ١٢ کسان وژل شوي وؤ اؤ خواؤشا ٢٥٠ قيديان په تيښته کې بريالي شوي ، چې پکې دلوړې کچې تندلاري هم شامل وؤ.
همدغه شان څو ورځې دمخه دسندهـ په سکهر سيمه کې دائي ايس ائي په دفتر هم حمله شوې وه چې پکې ٩ کسان وژل شوي وؤ.
ددغه حملې څخه څو گينټې وروستو پيښور کې دفرنټئير ريزرو پوليس په ډپټي کمانډنټ گل ولي خان پيښور کې حمله شوې وه چې پکې دهغه ساتونکى اؤ ډرائيور وژل شوي اؤ پخپله دپوليسو دغه مشر ژوبل شوى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG