لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: خواجه اصف ویلي افغانستان سره په پوله دیوال جوړولو کې دې امریکا مرسته وکړي


د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې د افغانستان سره په پوله ازغن تار لگول شوی دی

د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف د امریکې یوې خبري ادارې سره مرکه کې ویلي د افغانستان په سرحد دیوال جوړولو کې دې امریکا د پاکستان سره کومک وکړي.

خواجه اصف د بلومبرگ نومې خبري ادارې ته وویل په دیوال به د امریکې لگښت د جنگ نه کم وي. "امریکا په جنگ ددې نه ډیرې زیاتې پیېسې مصروي."

پاکستان افغانستان سره په پوله د ازغن تار د لگولو کار پیل کړی دی او وايي دا د ترهگرۍ خلاف د اقداماتو برخه ده خو افغان چارواکي وايي ترڅو پاکستان په خپله خاوره د طالبانو او د حقاني ډلې وسلوالو ته د پناه ورکولو تگلاره دلاسه نه وي ورکړي، په ډیورنډ کرښه ازغن تار یا دیوال د ترهگرۍ مخه نشي نیولی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ لاین نومې سرحد ٢٣٠٠ کلومیټره اوږد دی. تر دا وخت پاکستان ددې پولې په ډیره کمه برخه تار لگولی دی خو خواجه اصف بلومبرگ ته وویل د اینده کال تر اخېره به په سرحد د ازغن تار لگولو کار سر ته ورسول شي.

خواجه اصف وویل په موجوده وخت کې په پاکستان-افغانستان سرحد د هر چا دپاره لاره خلاصه ده او هره ورځ ٧٠٠٠٠ خلک پرې ځي او راځي چې له امله یې ترهگري اود مخدره موادو قاچاق دوه مومي.

خواجه اصف وویل په پاکستان کې میشته د دوه مېلین افغان کډوالو خپل هېیواد ته بیرته تگ هم په امن کې مهم کردارا ادا کولی شي او امریکا باید چې د افغانانو په تېرته تگ کې مرسته وکړي.

پاکستان افغان کډوالو ته د تیرته تگ دپاره د سږ کال د مارچ د میاشت نېټه ورکړې ده. خو وي او ای اردو څانگې ترمخه د پاکستان د سرحداتو وزیر عبدالقادری بلوچ قامي اسمبلۍ ته ویلي حکومت په یو تجوزیر غور کوي چې دغه نیټه د جون د میاشت پورې وغځوي.

خواجه اصف امریکې نه په سرحد د دیوال دپاره د مرستې خواست په داسې حال کې کړی دی چې واشنگټن د پاکستان د دوه ارب ډالرو مالیت پوځي امداد بند کړی دی او صدر ډانلډ ټرمپ د نوي کال په وړمبۍ ورځ ویلي وو چې په تیرو ١٦ کلنو کې امریکې پاکستان ته ٣٣ ارب ډالر امداد ورکړی خو په بدل کې پاکستان د درغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی.

صدر ټرمپ وايي پاکستان دې په خپله خاوره د وسله والو پناه ځایونه ختم کړي. پاکستان دا خبره ردوي چې د هېواد په خاوره یې وسلوال موجودگي لري.

XS
SM
MD
LG