لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جم مېټس: د ترهگرۍ خلاف جنگ په لړ کې به په پاکستان زور نه اچوم


پاکستان ته د تگ وړاندې جم مېټس د مصر دوره وکړه
پاکستان ته د تگ وړاندې جم مېټس د مصر دوره وکړه

د امریکې د دفاع وزیر جم مېټس ویلي په اسلام آباد کې د خبرو اترو په مهال د پاکستاني چارواکو د "چوکه کولو" څه اراده نه لري خو پاکستان نه امید کوي چې د ترهگرۍ خلاف جنگ کې کړې خپل لوظونه باید پوره کړي.

ښاغلي مېټس د اتوار، یکشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د فشار پرځاي غواړي چې په اشتراک او همکارۍ د مسلو حل راوباسي.

جم مېټس د گل، دوشنبې، په ورځ ددفاع وزارت یا د پنټگان د مشر په حېث په خپل وړمبي سفر اسلام اباد ته رسیدونکی دی.

د نورو پاکستاني مامورینو نه علاوه به هغه د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د پوځ د مشرجنرل قمر جاوید باجوه سره لیده کاته کوي.

د اکتوبر په میاشت کې جم مېټس ویلي وو چې پاکستان ته ورستۍ موقع ورکول غواړي چې وسله والو سره د خپل ملاتړ ختمولو دپاره ضروري اقدامات وکړي.

خو د اتوار، یکشنبې، په ورځ هغه وویل غواړي چې مشترکه ساهه یا کامن گراونډ پیدا کړي او د یو بل سره د ټکر پرځای د یو بل خبرو ته غوږ کښېښودل ‍شي.

امریکايي او افغان چارواکي د ډیر وخت راهسې وايي چې د طالبانو مشران او د طالبانو حقاني ډله په پاکستان کې میشته دي او د هلته څخه په افغانستان کې د حملو سازشونه کوي. پاکستان دا خبره ردوي.

د اگست په میاشت کې د افغانستان او په پراخه کچه د جنوبي ایشیا دپاره خپله نوي تگ لار د اعلانولو په موقع صدر ټرمپ په کلکه په پاکستان غږ کړی و چې په خپله خاوره دې د وسله والو پناه ځایونه ختم کړي او د طالبانو سره د سولي او خبرو اترو په عمل کې د مثبت کردار ادا کړي.

د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر مایک پېم پی یو ویلي پاکستان دې په خپله خاوره د وسله والو پناه ځایونه ختم کړي گني نو امریکا به ګام اخلي.

د سي ايي ای مشر مایک پېم پی یو وویل جم مېټس په به پاکستاني مامورینو ته د صدر ډانلډ ټرمپ دا پېغام رسوي چې غوره خبره به دا وي چې پاکستان دې په خپله د وسله والو خلاف اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړه که چرې پاکستان دغه مقصد نشي ترسره کولی نو بیا به "مونږ هره ممکنه چاره کوو چې دا یقیني کړو چې دغه پناه ځایونه وجود و نه لري."

د سي ايي ای مشر وویل په پاکستان کې د وسله والو پناه ځایونه په افغانستان کې د ثبات دپاره د امریکې د کوښښونو پښې وهي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG