لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي ترهگرۍ خلاف جنگ کې خوښه ناخوښه نه کوي


د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان نفیس ذکریا
د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان نفیس ذکریا

پاکستان د امریکې د قامي سلامتیه سلاکار جنرل مک ماسټر دا خبرې رد کړي چې اسلام آباد د وسله والو خلاف په اقداماتو کې د خوښې ناخوښې نه کار اخلي او یا ترهگرو ته په افغانستان کې د حملو دپاره د خپلې خاورې د استعمال اجازت ورکوي.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان نفیس ذکریا وي او ای ته د اتوار، یک شنبې، په ورځ وویل پاکستان بغیر د څه تفریق د ټولو وسله والو ډلو خلاف اقدامات کړي دي.

"مونږ هیڅ کله هم پاکستان د خاورې د استعمال اجازت نه خو چا ته ورکړی دی او به يي ورکړو،" نفیس زکریا وویل.

میک ماسټر د امریکې یو ریډیو سټیشن سره د خال، شنبې، په ورځ مرکه کې وویل صدر ډانلډ ټرمپ غواړي چې پاکستان دې وسله والو د ملاتړ خپله د تضاد نه ډکه خپله تگ لاره بدله کړي.

امریکايي او افغان مامورین د ډیر وخت راهسې وايي چې پاکستان د افغان طالبانو او په خصوصي د حقاني ډلې ملاتړ کوي او وسله وال هم د هلته نه په افغانستان کې د حملو مشري او منصوبه سازي کوي. پاکستان وسله والو د حمایت دا خبرې ردوي.

"صدر (ډانلډ ټرمپ) دا خبره واضحه کړې ده چې مونږ په سیمه کې د موجودو (هیوادونو) په رویه کې بدلون لیدل غواړو چې پکې هغه (هیوادونه) هم شامل دي طالبانو، حقاني ډلې او نورو (تنظیمونو) ته پناه ځایونه او مرکزونه ورکوي،" جنرل مک ماسټر وویل. د مک ماسټر دغه خبرې د پاکستان ډان ورځپاڼې رپورټ کړي دي.ټ

نفیس زکریا وویل امریکا او پاکستان ترهگرۍ خلاف کوښښونو کې د یو بل سره مرسته کوي او دې هلو ځلو سره تړلې موضوعات په اړه ایلس ویلز او پاکستاني مامورینو تیره هفته خبرې اترې وکړې. میرمن ایلس ویلز د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکې خصوصي استازي ده چې تیره هفته يي د پاکستان دوره وکړه.

نفیس زکریا وویل ترهگرۍ خلاف جنگ کې د پاکستان دریځ واضحه دی، پاکستان درند جاني او مالي نقصان سره مخامخ شوی دی او د "ترهگرۍ خلاف جنگ به بغیر د څه تفریق جاري ساتي."

د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت افغانستان په اړه د نوي تگ لارې په جوړولو کې مصروف دی. رپورټونه وايي په نوي تگ لاره کې په پاکستان د فشار زیاتیدو او د ډرون په حملو کې د اضافې امکان دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ترجمان دولت وزیري په پاکستان کې وسله والو د پناه ځایونو په لړ کې د جنرل مک ماسټر د وینا هرکلی کړی دی. وي او ای سره خبرو کې هغه وویل د پولې پورې غاړه د وسله والو د پناه ځایونو د ختمولو بغیر په افغانستان کې جگړه نشي ختمیدی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG