لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل ډنفرډ: په پاکستان فشار زیاتول پکار دي


د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف
د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف

د امریکې یو لوړ رتبه پوځي چارواکي په پاکستان کې د وسله والو پناه ځایونو د ختمولو دپاره په پاکستان د نور فشار اچولو غږ کړی.

د امریکې سنیټ د عسکري چارو کمیټۍ ته وینا کې د امریکې د پوځي مشرانو د مشترکه کمیټۍ مشر جنرل جوزف ډینفرډ وویل ترڅو په پاکستان فشار نه وي اچول شوی، امریکا په افغانستان کې د امنیت خپل اهداف نشي ترلاسه کولی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د کمیټۍ په غونډه کې د سوال او جواب په وخت جنرل ډینفرډ نه تپوس وشو چې آیا امریکا په افغانستان کې خپل مقاصد ترلاسه کولی شي تر څو په پاکستان کې د وسله والو او د حقاني ډلې او د طالبانو پناه ځایونه موجود وي؟

جنرل ډنفرډ په جواب کې وویل "ځما نه دی خیال چې مونږ په افغانستان کې خپل اهداف ترلاسه کولی شو تر څو مونږ په کوټلي توگه د پاکستان رویه نه وي بدله کړي."

د عسکري چارو کمیټۍ مشر سنیټر جان میکین بیا تپوس وکړو چې د پاکستان د رویي بدلولو دپاره امریکا باید څه وکړي؟

جنرل ډینفرډ وویل "ددې دپاره به "پراخ بنیاده دریځ پکار وي." هغه زیاته کړه وسله والو ته د پاکستان پناه ورکول د "قبلولو" وړ خبره نه ده.

"پکار ده چې د امریکې حکومت او زمونږ د اتلاف اتحادیان په پاکستان خپل ټول زور واچوي چې دا رنگ پاکستان هغه پټن ځایونه ختم کړي چې په تاریخي توگه یې حقاني ډلې او طالبانو ته ورکړي دي،" جنرل ډینفرډ وویل.

هم د نهې، سه شنبې، په ورځ د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف د امریکې په نیویارک ښار کې خپله وینا کې په پاکستان دحقاني نیټ ورک، حافظ سعید اؤ نورو وسله والو ډلو دپالو تورونه رد کړل اؤ وې ویل امریکا چې نن دکومو جنګیالو په پاللو پاکستان تورنوي دا په یو وخت کې دامریکا خلک وؤ .

نړیواله ټولنه په پاکستان تور لګوي چې پخپله خاوره یې ترهګرو ډلو ته خوندي ځالې ورکړي چې دغه ترهګر په افغانستان ،هند اؤ نورو هیوادونو کې ترهګریز بریدونه کوي.

خو په نیویارک کې یوې غونډې ته د وینا په وخت دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر وویل دعوه وکړه چې دحقاني اؤ حافظ سعید ډلې جنګیالو ته یو وخت کې دامریکا په سپینه ماڼۍ کې میلمستیا ګانې ورکول کیدې.

ښاغلي اصف وویل په پاکستان دترهګرو ډلو دپالو تور بې ځایه دی ځکه چې دغه ډلې دپاکستان په غاړه کې اچول شوي دي.

خو هغه دا ونه ویل چې چا پاکستان ته ترهګرې ډلې په غاړه کې اچولي اؤ دنړۍ کوم هیواد پاکستان پخپله خاوره کې دپټو جنګیالو په ضد دګامونو اخستو نه منعې کړی دی.

پاکستاني چارواکي پرله پسې دعوې کوي چې هغوئ دترهګرۍ په ضد جګړه کې درنې قربانۍ ورکړي اؤ دترهګرو دپاللو تورونه ردوي.

خو واشنګټن،کابل اؤ نوی ډیلی وایي اسلام اباد د هاغو جنګیالو ډلو سرپرستي کوي چې دپاکستان مفاداتو ته نقصان نه رسوي اؤ دپاکستان په لمسه نورو هیوادونو کې ترهګري کوي.

دامریکا صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ افغانستان دپاره دتګلارې اعلانولو په مهال ګواښ کړی ؤ چې امریکا به نور پاکستان کې دترهګرو په پټو ځالو غلې پاتې نه شي.

صدر ټرمپ داهم ویلي وؤ چې پاکستان امریکې نه دترهګرۍ په ضد دجګړې په نوم په اربونو ډالر اخلي خوپخپله خاوره یې هاغه ترهګر ساتلي چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG