د امریکې خارجه وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د پاکستان پوځي امداد وځنډول شو او هیواد سره به د امنیت یا سکیورټي په مد کې مرسته نه کوي او نه به ورته پوځي ساز او سامان ورکوي.
وزارت پاکستان ته د ځنډول شوي امداد د مالیت اندازه په سمدستي ډول نه ده ښودلې خو وې ویل چې دا د هغه ٢٠٠ میلین ډالرو امداد نه علاوه دی چې ددې نه وړاندې ځنډول شوی دی.
د اعلان تر هغه یوه ورځ وروسته شوی چې سپینې ماڼۍ پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې په "دوه مخۍ" تورن کړ او اسلام اباد ته یې خبرداری ورکړ، که غواړي د امریکې مرسته تر لاسه کړي، نو "باید نور څه هم وکړي".
په تېرو درو ورځو کې چې د ولسمشر ټرمپ تر ټویټ وروسته د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان پر تګلاره نیوکو زور اخیستی، د امریکې د حکومت نورو اعلی چارواکو هم د پاکستان رول غندلی دی. د امریکې د ملي امنیت سلاکار ایچ آر مک ماسټر او په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیرې نیکي هیلي هم له امریکې سره د پاکستان تګلاره "دوه مخې لوبه" بللې او د ترهګرو د پالنې تور یې ورباندې لګولی دی
نیکي هیلي د سه شنبې په ورځ په خپل یوه بیان کې ویلي وو، چې امریکه له پاکستان سره اعلان کړې ۲۵۵ میلینه ډالره مرسته ځنډوي، ځکه چې وایي دغه هېواد د ترهګرۍ په ضد د جګړې پر ځای ترهګرو ته له پناه ورکولو لاس وانه خیست.
د امریکې د ملي امنیت سلاکار ایچ آر مک ماسټر هم د سه شنبې په ورځ له وي.او.اې سره په مرکه کې تور ولګاوه، چې پاکستان ترهګري د خپلې بهرنۍ تګلاره یوه برخه ګڼي او د ترهګرو په ضد بې له توپیره جګړه نه کوي
د پاکستان حکومت او پوځ د امریکي چارواکو وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې هېواد یې د ترهګرۍ پالونکی نه، بلکې قرباني دی او په تېرو څو کلونو کې یې د ترهګرو په ضد پراخ عملیات کړي دي
د امریکې د کانګرس اکثرو غړو خصوصاً د ریپبلکن ګوند کسانو، چې د کانګرس په دواړو پارلمانونو کې اکثریت لري، د پاکستان حکومت او پوځ په أفغانستان کې په لاسوهنه او د أفغان طالبانو په ملاتړ تورن کړي او په تېر وخت کې یې هم ورباندې د مرستې د بندولو غوښتنه کړې ده
د امریکې حکومت هم تور پورې کوي، چې د أفغان طالبانو مشران په پاکستان کې اوسېږي او خبرداری یې ورکړي، چې که اسلام اباد د وسلوالو ملاتړ پرېنښوو او پر حقاني ډله یې سترګې پټې کړې، نو مرسته به ورباندې بنده کړي او په ضد به یې نور ګامونه واخلي.