لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېنټگان: امریکايي ډرون په پاکستان کې د افغان کډوالو کېمپ نه دی هدف کړی

  • ایاز گل

پېنټگان یا د امریکې د دفاع وزارت

د امریکې د دفاع وزارت د پاکستان دا دعوه رد کړې ده چې امریکايي ډرون په پاکستان کې د افغان کډوالو یو کیمپ په هدف کړی دی.

پېنټگان یا د امریکې د دفاع وزارت د پاکستان د دعوې تردید د زیارت، پنجشنبې، په ورځ جاري کړو.

یوه ورځ وړاندې د پاکستان د کرمې قبایلي سیمي او د هنگو ترمنځ علاقه کې ډرون د حقاني ډلې یو مهم کمانډر سره د دوو نورو مشکوک وسله والو ووژلو.

د پاکستان خارجه وزارت د ډرون حمله "یک طرفه اقدام" وټاکلو او وې ویل په دې کې د افغان کډوالو په استعمال کې یو انگڼ وویشتل شو.

د پینټگان ترجمان کرنل مایکل اینډریوز د وي او ای د انگریزۍ څانگې خبریالې کارلا بیب ته وویل "د پاکستان حکومت د دعوې په جواب کې چې امریکايي پوځ دا هفته په پاکستان کې هوايي حملې ترسره کړې دي، زه دا تصدیق کوم د دفاع وزارت د افغانستان نه بهر هوايي حملې نه دي کړي."

امریکايي مامورین په عامه توگه په پاکستان کې د ډرون حملو په اړه خبرې نه کوي.

د پاکستان پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف عفور باجوه وي او ای ته وویل که چرې امریکايي چارواکو د پاکستان سره استخباراتي معلومات شریک کړي وو نو پاکستان به خپله د هغه وسله والو خلاف اقدامات کړي وو چې امریکې په ډرون په هدف کړل.

جنرل باجوه وویل وسله وال په پاکستان کې منظم پناه ځایونه نه لري.

پاکستان په دې خبره ټینگار کړی چې ډرون د افغانانو کیمپ ویشتلی دی.

په دې لړ کې د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ هفتې وارې خبري غونډې ته وویل "پاکستان د افغانانو زر تر زره په بیرته تگ زور اچوي ځکه چې د دوی موجودگي د افغان ترهگرو مرسته کوي چې په دوی کې ځانونه پټ کړي."

د کډوالو دپاره د ملگرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي ار ترجمان وي او ای ته وویل په کومه سیمه کې چې د ډرون حمله شوي ده هلته د مهاجرو کیمپ نشته خو هلته یې د غیر رجسټرډ یا د هغه کډوالو د موجودگۍ امکان رد نه کړو چې نوم لیکنه یې نه وي شوي.

پاکستان کډوالو ته د بیرته تگ دپاره د دې میاشت ٣١ مه نېټه ټاکلې ده خو افغان او د ملگرو ملتونو چارواکي وایي دا نیټه ډیره لنډه ده او په دومره لویه شمیره کې کډوالو دپاره بیرته تگ ممکن نه دی.

پاکستان افغان کډوالو ته د بیرته تگ نیټه پس له هغې ورکړه چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ پاکستان ته د میلینونو ډالرو پوځي امداد وځنډولو. د دغه اقدام هدف په پاکستان فشار زیاتول وو چې په خپله خاوره د هغه وسله والو پټن ځایونه ختم کړي چې په افغانستان کې د پاکستان د خاورې څخه حملې کوي.

پاکستان په خپله خاوره د افغان مخالف وسله والو د موجودگي خبره ردوي او وايي واشنگټن په افغانستان کې د خپل ناکامۍ پړه په پاکستان اچوي.

دغه دعوې او جوابي دعوې ښايي چې په ملگرتیا کې ښکیل خو په یو بل بې د اعتباره هیوادونو تعلقات یو وارې بیا د تاو تریخوالي ښکار شوي دي.

XS
SM
MD
LG