لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکائي اداره: پاکستان کې د مذهبي ازادۍ صورتحال تشویشناک


د مذهبي ازادۍ په هکله د سټیټ ډپارټمنټ په سالانه فهرست کې دا وخت د اندیښنې وړ اته هیوادونه دي چې پکې سوډان او سعودي عرب شامل دي.
ښاغلي جارج وویل ورستۍ موده کې د شوو واقعاتو په بنیاد پکار ده چې دغه فهرست کې د اته نورو هیوادونو نومونه شامل کړی شي چې پکې پاکستان او هم دي.
د مذهبي ازادۍ په هکله د سټیټ ډپارټمنټ په سالانه فهرست کې دا وخت د اندیښنې وړ اته هیوادونه دي چې پکې سوډان او سعودي عرب شامل دي. ښاغلي جارج وویل ورستۍ موده کې د شوو واقعاتو په بنیاد پکار ده چې دغه فهرست کې د اته نورو هیوادونو نومونه شامل کړی شي چې پکې پاکستان او هم دي.
د امریکې د حکومت یوې ډلې د سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت نه غوښتنه کړې ده چې د هغه هیوادونو په فهرست کې دې نور نومونه شامل کړي چرته چې د مذهب د ازادۍ خلاف واقعات عام دي. ادارې دا غوښتنه هم تکرار کړه چې د شام او پاکستان نومونه دې په فهرست کې شامل کړی شي.
په نړي واله کچه د مذهبي ازادۍ دپاره امریکائي ډلې یو ایس کمیشن ان انټرنیشنل رلیجس فریډم مشر رابرټ جارج د کانگرس د نمائندگانو ایوان یا هاوس اف ریپریزینټیټوز د خارجه امورو کمیټۍ ته په دې لړ کې د زیارت په ورځ بیان ورکړو.
هغه وویل په تیرو اته کلونو کې سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت د هغه هیوادونو په فهرست کې نه خو نوي نومونه شامل کړې او نه ترې نومونه خارج کړی شوي چرته چې د مذهبي ازادۍ په هکله حالات تشویشناک دي.
جارج رابرټ وايي په تیرو وختونو کې چې دغه فهرست کې کوم مونونه شامل کړی شوی په دیوال لکه د هغه نقش و نگارۍ دي چې څوک ورته هم پام نه کوي.
د مذهبي ازادۍ په هکله د سټیټ ډپارټمنټ په سالانه فهرست کې دا وخت د اندیښنې وړ اته هیوادونه دي چې پکې سوډان او سعودي عرب شامل دي.
ښاغلي جارج وویل ورستۍ موده کې د شوو واقعاتو په بنیاد پکار ده چې دغه فهرست کې د اته نورو هیوادونو نومونه شامل کړی شي چې پکې پاکستان او هم دي.
ناقدین وايي د مذهبي ازادۍ په باره کې د اندیښنې وړ هیوادونو نومونه په ډاگه کول او د شرمندگۍ سره يي مخامخ کول سفارتکارۍ د لارې د صورتحال ښه کولو په کوششونو کې خنډان راولاړوي.
خو ښاغلی جارج دې خبرې سره اتفاق نه لري.
رابرټ جارج وايي په فهرست کې دداسې هیوادونو نومونه شاملول او خلاف يي کاروائي کول د سفارتکارۍ په کوششونو کې چټکتیا راولي او په خارجي هیوادونو کې سیاسي هلې ځلې بیداروي.
جارج قانون سازانو ته وویل د تشویش خبره دا هم ده چې د مذهبي ازادۍ دپاره د سیټسټ ډپارټمنټ د نړي وال سفیر چوکۍ د اکتوبر د میاشت راهسې خالي پرته ده.
د کمیشن ان انټرنیشنل ریلیجس فریډم کې د دریو واړو لویو مذهبونو اسلام، عیسائیت او یهودیت غړي شامل دي چې ابراهیمي مذهبونه یادیږي. خو په ډلې دا تنقید کیږي چې د نورو مذهبونو په مقابله کې زیاته توجه په عیسایانو باندې شوې زور زیاتې ته ورکوي.
کانگرس کې په نړي واله کچه د مذهبي ازادۍ په هکله د اورونې نه یوه ورځ وړاندې کمیشن د یو قرارداد د لارې د ترکي پارلیمنټ ته وړاندې کړی شوي د هغه مجوزه قانون غندنه وکړه چې غواړي د استنبول هادیه صوفیه عجائخانه چې د مسلمانانو او عیسایانو مشترکه د عبادت ځائې دی، بیرته دې جومات کې تبدیل کړی شي. س

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG