لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په اړه د معلوماتو په سر د پنځه مېلین ډالرو انعام اعلان کړو


فضل الله په کال ٢٠١٢ کې په نوبېل انعام گټونکي ملاله یوسفزۍ باندې هم د حملې ذمه واري اخیستې وه

امریکې د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله په اړه د معلوماتو په سر د پنځه مېلین ډالرو، د لښکر اسلام مشر منگل باغ او د جماعت الاحرار مشر عبدالولي په سر د دریو دریو مېلینونو ډالرو انعامونه اعلان کړې دي.

د وسله والو په سر د انعام اعلان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ په یو بیان کې وکړو. بیان وايي دغه انعامونه به د نومول شوو کسانو د شناخت او درک د معلومولو په سر ورکول کیږی.

د امریکې د خارجه وزارت بیان وايي ملا فضل الله د امریکايي او پاکستاني مفاداتو خلاف د یو شمیر حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده چې پکې په کال ٢٠١٠ م کې په نیویارک ښار کې د فیصل شهزاد دلارې ناکامه حمله هم شامله ده.

فضل الله په کال ٢٠١۴ م د پېښور په ارمي پبلک سکول د حملې پړه هم منلي وه چې پکې ١۴٨ کسان وژل شوي دی. په وژل شوو کسانو ١٣٢ د سکول ماشومان وو.

فضل الله په کال ٢٠١٢ کې په نوبېل انعام گټونکي ملاله یوسفزۍ باندې هم د حملې ذمه واري اخیستې وه. د کال ٢٠١٢ د اکتوبر په میاشت کې د فضل الله ومنله چې طالبانو د ١٧ پاکستاني عسکرو سرونه قلم کړې دي.

په کال ٢٠١٥ م کې امریکې فضل الله ترهگر وټاکلو، د هغې اساسې یې منجمد کړې او امریکایا یې د هغه سره د لین دین نه منع کړل.

عبدالولي د جماعت الاحرار ډلې مشر دی چې د طالبانو سره تړون لري.

د امریکې د خارجه وزارت بیان وايي جماعت الحرار په سیمه کې په یو شمیر حملو کې ملکي خلک، مذهبي اقلیتونه او پوځي مامورین په هدف کړې دي. بیان وايي په دغه حملو کې په کال ٢٠١٦ کې په پېښور کې د امریکې کونسلخانې دوه کاروکونکي هم وژل شوي دي.

منگل باغ د لښکر اسلام مشر دی. د هغه په مشرۍ کې، لښکر د نېټو په قطارونو حملې کړې دي. د امریکې خارج وزارت وايي د لښکر اسلام وسله وال د نشۍ توکو د قاچاق او د افغانستان او پاکستان ترمنځ کیدونکې تجارت باندې د کلنگ دپاره مالي وسایل برابروي.

په کال ٢٠٠٧ م کې پاکستان د منگل باغ په سر د ٦٠٠٠٠ ډالرو انعام اعلان کړو.

د امریکې خارجه وزارت وايي دا درې واړه کسان په سیمه کې د ترهگرۍ خطرات راولاړوي، د پاکستان د پوځ او په افغانستان کې د نړيوالو ائتلافي ځواکونو مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG