پاکستان ویلي په پایتخت اسلام اباد کې د امریکې سفیر ډیوډ هېل یې خارجه وزارت ته رابللی و او د سړک د هغه حادثې په اړه ورته "سخت احتجاج" وشو چې پکې د امریکې د سفارت یو گاډې او په موټر سائیکل ناست یو تن پکې مړ شوی دی.
د پاکستان حکومت په یو بیان کې وویل د خارجه وزارت سېکریټري تهمینه جنجوعه امریکايي سفیر ته وویل د پاکستان د قوانینو دلاندې او د سفارتي اصولو سره سم به په دې حادثه کې انصاف کولی شي.
د حادثې په اړه په اسلام آباد کې د امریکايي سفارت د یو تن په مرگ او د بل تن په زخمي کیدو د همدردۍ څرگندونه وکړه. سفارت په بیان کې وویل د سفارت مامورین مقامي چارواکو سره د حادثې په تحقیقاتو کې همکاري کوي.
د وي او ای اردو څانگې د رپورټ ترمخه، د خالي، شنبې، په ورځ د اسلام آباد په مارگله سړک د امریکې د سفارت یو موټر د موټرسائیکل سره وجنگیدو. په حادثه کې یو تن مړ او بل زخمي شو.
د حادثې په اړه یو وډیو هم خپور شوی دی چې پکې د موټر او د موټرسائېکل ټکر لیدل کېدی شي. وډیو دا هم ښايي چې گنې موټر په چوک کې په سره اشاره تېریدو چې د موټر سائیکل سره ټکر شو.