لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو او په پاکستان کې د پاکستاني پوځې مشر سره لیدلي


سهیل شاهین د ټوېټر دلارې وویل د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ کې د طالبانو او امریکايي پلاوو "د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو د چټک خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پېل په باره کې خبرې وکړې. "
سهیل شاهین د ټوېټر دلارې وویل د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ کې د طالبانو او امریکايي پلاوو "د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو د چټک خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پېل په باره کې خبرې وکړې. "

په افغانستان کې امن دپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالب استازو سره د بندیانو په تبادلې او د بین الافغاني مذاکراتو د شروع کېدو په اړه او په پاکستان کې پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره په افغانستان د امن په موضوع خبرې کړي دي.

د زلمي خلیلزاد او جنرل باجوه د خبرو په اړه د امریکې سفارتخانې په یو بیان کې وویل دواړو مشرانو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیوانو د ازادولو په باره کې خبرې وکړې او وې ویل د اختر په موقع شوي ډزبندۍ په دغه عمل کې چټکتیا راوستي وه.

د سفارت په بیان کې وویل شو چې زلمي خلیلزاد د افغان امن په ملاتړ کوولو د وزیراعظم عمران خان او د جنرل باجوه ستاینه وکړه. بیان وویل زلمی خلیلزاد او جنرل باجوه په دې خبره متفق وو چې په افغانستان کې امن په سیمه کې امنیت، روابطو او پرمختګ ته وده ورکوي.

د پاکستان پوځ په خپل بیان کې وویل چې جنرل باجوه او زلمي خلیلزاد په افغانستان کې امن ترڅنګ د افغانستان سره په پوله د امنیت زیاتوولو په غرض د پاکستان په اقداماتو او په پاکستان کې د دریو مېلین افغان کډوالو په موضوع هم خبرې وشوی. بیان وویل دواړو مشرانو د مشترکه اهدافو ترلاسه کولو دپاره په شریکه د کار جاري ساتلو ژمنه وکړه.

د پاکستان په باره کې ګڼل کېږي چې د طالب مشرانو سره یې روابط پرځای ساتلي دي او د دوی کورنۍ په پاکستان کې مېشته دي. اسلام اباد وايي طالبان یې د امریکې سره معاهدې ته په کښېنوولو کې کردار ادا کړی دی. پاکستان ته د رسېدو نه وړاندې زلمي خلیلزاد د قطر سرښار دوحه کې د طالبانو سره خبرې وکړې.

په قطر کې د طالبانو دفتر ترجمان سهیل شاهین د زلمي خلیلزاد سره د اتوار، يکشنبې، په ورځ شویو خبرو په اړه وویل په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل سکاټ مېلر او د قطر خارجه وزیر مطلق لاقحطاني هم برخه واخیسته.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل سکاټ مېلر
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل سکاټ مېلر

سهیل شاهین د ټوېټر دلارې وویل د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ کې د طالبانو او امریکايي پلاوو "د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو د چټک خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پېل په باره کې خبرې وکړې. "

قطر ته د خلیلزاد د تګ نه وړاندې د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ تېره هفته ویلي وو چې د هغه د سفر بنیادي مقصد د بین الافغاني مذاکراتو په هواره ډول د شروع کېدو او دې لړ دې عملي ګامونو په خاطر د افغان فریقېنو ترمنځ مفاهمت ترلاسه کول دي.

د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو د امن معاهدې دلاندې به افغان حکومت او طالبان د یو بل بندیوان ازادوي او د دې نه پس به بین الافغاني مذاکرات شروع کېږي.

د معاهدې ترمخه افغان حکومت به ۵۰۰۰ طالب قېدیان او طالبان به د افغان حکومت یو ۱۰۰۰ بندیوان ازادوي. افغان حکومت تر اوسه پورۍ ۲۷۰۰ طالبان قیدیان او طالبانو ۴۶۰ بندیوان ازاد کړي دي.

د وي او ای انګریزۍ څاتګه په خپل رپورټ کې وايي په افغانستان کې په ورستیو ورځو کې جګړه زیاته شوي ده او د طالبانو په حملو کې ګڼ شمېر افغان امنیتي عسکر وژل شوي دي. په ځواب کې افغان حکومت د ترهګرۍ خلاف عملیات تند کړي دي.

رپورټ وايي د امن معاهدې سره سم طالبانو د امریکايي او نړیوالو ځواکونو خلاف حملې ودرولي دي. د لوظنامې ترمخه به خارجي ځواکونه به د ۲۰۲۱ تر نیمايي پورې د افغانستان څخه وځي.

افغان حکومت او طالبانو د اختر په موقع د ډزبندۍ اعلان کړی و خو د دې وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نښتې شوي دي او په مهال يې امریکايي ځواکونو د افغان عسکرو په کومک کې د طالبانو په هدفونو هواي بمبارۍ کړي دي.

ټاکل شوي ده چې د پاکستان پس به زلمی خلیلزاد افغانستان ته ورځي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG