لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ملا نزير ډلې مشر د امریکا د ترهگرو فهرست کې شامل


بهاول خان ، چې دصلاح الدين ايوبي په نوم هم شهرت لري ، وروستو له هغې دملا نذير دډلې مشري سمبال کړې وه کله چې سږکال دجنورۍ په مياشت کې ددغه ډلې پخوانى مشر ملا نذير په يو امريکائي ډرون بريد کې ووژل شو
دامريکا خارجه محکمې په جنوبي وزيرستان کې دفعاليت کوونکي ملا نذير دډلې مشربهاول خان دترهه ګرو په فهرست کې شامل کړى دى.
بهاول خان ، چې دصلاح الدين ايوبي په نوم هم شهرت لري ، وروستو له هغې دملا نذير دډلې مشري سمبال کړې وه کله چې سږکال دجنورۍ په مياشت کې ددغه ډلې پخوانى مشر ملا نذير په يو امريکائي ډرون بريد کې ووژل شو.
دامريکائي ميډيا راپورونه وائي دپاکستان پوځ اؤ حکومتي چارواکي ملا نذير ډله د” ښو طالبانو“ څخه ګڼي.
دميډيا راپورونو ترمخه امريکائي استخباراتي چارواکي وائي چې بهاول خان دالقاعده، افغان طالبانو اؤ په سيمه کې دفعاليت کوونکو نورو تندروه ډلو سره تعلق لري.
دامريکا خارجه محکمې د تندروه مشر بهاول خان دالقاعده لپاره دملاتړ اؤ په افغانستان اؤ پاکستان کې جګړه ييزو هلو ځلو کې دبرخې اخستو يادونه کړې ده.
خارجه محکمه وائي” خان( اؤ ملا نذير ډلې) دالقاعده دملاتړ کولو اؤ افغانستان کې دبريدونو کولو پشمول دخپلې ډلې دهلو ځلو ددوامداره ساتلو ژمنه کړې وه“
دخارجه محکمې وينا ده” د٢٠٠٦م راهسې(دملا نذير ډله) تربيتي کيمپونه چلوي، ځانمرګي بيلا بيلو سيمو ته بريدکوونکي ليږي، دالقاعده دجنګيالو لپاره خوندې ځالې برابروي اؤ دپولې پورې غاړې افغانستان کې دامريکا اؤ ائتلافيانو په ضد فعاليتونه کوي“
بيان کې وئيل شوي دي چې” افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو په ضد دحملو ترڅنګ دغه ډله افغانستان اؤ پاکستان کې داولسي وګړو په وژلو اؤ ويرولو کې هم لاس لري“
خارجه محکمې دغه ډله په کال ٢٠٠٨م کې دجنوبي وزيرستان په زاړي نور کې په ارمي بريګيډ هيډکوارټرز ځانمرګي موټري بم چاؤدنه اؤ ٢٠١١م کې وانا کې په يو پوځي کيمپ حمله کې ککړه ګرځولې.
XS
SM
MD
LG