لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځ پرځای دې امریکا د جمهوري پاکستان سره تعلقات برابر کړي


د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستگیر
د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستگیر

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستگیر ویلي امریکا دې د پوځ پرځای د جمهوري پاکستان سره تعلقات برابر کړي، دواړه هېوادونه دې د یو بل تشویش لرې کړي او واشنگټن دې په پاکستان ترهگرو ته د پناه ورکولو الزام نه لگوي.

د وایس اف امریکا سره مرکه کې خرم دستگیر وویل د واشنگټن سره د اسلام آباد کړکیچنو تعلقاتو په وجه پاکستان چین ته نژدې شوی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه چې که څه هم پاکستان چین ته نژدې شوی، اسلام آباد د واشنگټن سره تعلق ساتلو کې سنجیده دی. خو هغه زیاته کړه دا د "بدقسمتۍ خبره ده چې د (صدر ډانلډ) ټرمپ حکومت د تعلق یوازې د لېن دېن برخه غوره کړې ده." یعنې د هغه په وینا امریکا پاکستان سره په تعلق کې یوازې خپل اهداف ترلاسه کول غواړي.

خرم دستگیر وویل امریکې ته پکار دي چې د پاکستان سره خپلو تعلقاتو ته بیا کتنه وکړی. "زمونږ په خیال امریکې داسې سنجیده کوښښ نه دی کړی چې پاکستان سره د یو جمهوریت په حېث تعلقات برابر کړي، داسې جمهوریت چې منتخب حکومت لري."

د دفاع وزیر وویل د پاکستان "پوځ خپل اثر او خپل عملیات لري خو که د (امریکې سره) تعلق دوام داره پاتې کیږي، که چېرې د دې تعلق بنیاد مضبوط وي نو نه ده پکار چې دا تعلق دې د یو پوځ او د بل پوځ ترمنځ تعلق پاتې شي، چې په موجوده وخت کې دی. پکاره ده چې دا د جمهوریتونو ترمنځ تعلق جوړ شي. دا د وړاندې تگ لاره ده."

څیړونکې وايي په داخلي توگه طاقتور د پاکستان پوځ د هېواد په خارجه تگلاره هم ژور نفوذ لري، په خصوصي توگه کله چې د افغانستان، هندوستان او امریکې سره د معاملاتو خبره وي.

په افغانستان کې د طالبانو خلاف عملیاتو کې امریکې پاکستان د نېټو پوځي ائتلاف نه بهر نژدې ملگری هېواد ټاکلی دی خو په پاکستان یې دا نیوکې هم کړې دي چې د طالبانو مشران او حقاني ډله مشران د پاکستان د خاورې څخه په افغانستان کې حملې ترسره کوي او وسله وال د پاکستان په خاوره پناه ځایونه لري.

پاکستان وسله والو ته د پناه ورکولو خبره ردوي.

د سږ کال په شروع، کې صدر ټرمپ په ټوېټر یو پېغام کې وویل چې په تیرو ١٦ کلونو کې امریکې پاکستان ته د ٣٣ ارب ډالرې ورکړې دې خو په بدل کې ورسره پاکستان د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی. ددې ورسته امریکې د پاکستان د اربونو ډالرو پوځي امداد هم وتړلو.

د وي او ای سره مرکه کې د پاکستان د دفاع وزیر وویل د پاکستان خلاف د امریکايي گامونو باوجود هم پاکستان په افغانستان کې د نړي والو ځواکونو دپاره خپله لاره نه ده تړلې.

هغه زیاته کړه په کال ٢٠١٨ م کې د پاکستان او د امریکې په تعلقاتو کې تضادات زیات شوي دي. "داسې نشي کیدی چې یو ملک دې ستا ملگری هم وي او ته دې پرې د درغلۍ الزام هم لگوې."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG