لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رېکس ټېلرسن: پاکستان دې په خپله خاوره ترهگر له منځه یوسي


په اسلام اباد کې د لوړ رتبه پاکستانی مامورینو سره د رېکس ټېلرسن او د هغه د پلواي د ملاقات تصویر
په اسلام اباد کې د لوړ رتبه پاکستانی مامورینو سره د رېکس ټېلرسن او د هغه د پلواي د ملاقات تصویر

د امریکې خارجه وزیر رېکس ټېلرسن د نهې، سه شنبې، په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستاني مامورینو ته وویل چې په خپله خاوره د وسله والو او ترهگرو نوي ویستلو لپاره کوښښونه نور تند کړي.

ښاغلي ټېلرسن د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره د دواړو هیوادونو په سیاسي او اقتصادي تعلقاتو، په سیمه او په افغانستان کې د امن او ثبات په موضوع خبرې اترې وکړې.

د پاکستان دفاع وزیر خرم دستگیر او د غونډې گډون وال پاکستاني میډیا ته ویلي چې د ښاغلي ټېلرسن سره په یو وخت د حکومتي او پوځي مشرانو سره په یو ځای د لیدو کتو فیصله وزیراعظم عباسي کړې وه. او زیاتوي د جلا جلا لیده کتو ته اړتیا نه لیدل کیده.

د پاکستاني مامورینو سره د رېکس ټېلرسن د خبرو اترو په اړه په اسلام اباد کې د امریکايي سفارتخانې بیان کې وویل شو امریکايي وزیر د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت دا دریځ تکرار کړو چې پاکستان ته پکار دي چې د هیواد په خاوره میشته د وسله والو او ترهگرو د ختمولو لپاره دې هڅو کې تندي راولي.

رېکس ټېلرسن وویل په افغانستان کې امن او ثبات، جنوبي ایشیا کې داعش ته ماتی ورکول او په پاکستان کې د ترهگر ډلو خاتمه د امریکا او هم د پاکستان په مشترکه مفاد کې دی.

د غونډې ورسته ورکړل شوی بیان وايي د امریکې تشویش په ډاگه کولو لپاره رېکس ټېلرسن د جنوبي ایشیا لپاره د صدر ټرمپ نوي تگلاره واضحه کړه. هغه دا هم په ډاگه کړه چې پاکستان په دغه تگلاره کې اهم کردار ادا کولی شي او د امریکې سره د همکارۍ دلارې په افغانستان کې د سولي د بهیر مرسته کولی شی چې دا رنگ په سېمه ثبات رامځنته شي.

بیان وايي د پاکستاني مامورینو سره ملاقاتونو کې رېکس ټېلرسن د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د پاکستان د قربانیو ستاینه وکړه او د طالبانو د ولق نه د یوې امریکايي کینیډايي کورنۍ په راخلاصولو دپاره یې د پاکستان شکریه ادا کړه.

پاکستاني ځواکونو د کینیډا شهري جاشوه بویل، د هغه امریکنۍ میرمن کیټلین کولمین او ددوي درې ماشومان په کرمه کې د وسله والو د منگلونو نه راخلاص کړل. صدر ټرمپ ویلي دغه کورنۍ د حقاني ډلې په ولقه کې وه.

رېکس ټېلرسن د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي، د خارجه وزیر خواجه اصف، دفاع وزیر خرم دستگیر، پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال، خارجه سکیریټري تهمینه جنجوعه، د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د ستخباراتي ادارې ايي ایس ايي مشر جنرل نوید مختار سره ولیدل.

د شاهده خاقان عباسي سره د کتلو په وخت رېکس ټېلرسن وویل په سیمه کې د امن او امان او د اقتصادي ترقۍ په لړ کې پاکستان د امریکې لپاره ډیر اهمیت لري. ددې په جواب کې وزیراعظم عباسي وویل پاکستان ته ترهگرۍ خلاف جنگ ته ملاتړلي ده او د امریکې سره اقتصادي تعلقاتو پراخولو ته سترگې په لاره دی.

د شاهد خاقان عباسي ددفتر نه شائع شوی بیان وايي امریکايي پلواي ته د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د پاکستاني ځواکونو د قربانیو حال ورکړی شو او ورته وویل شو پاکستان ډیر په د افغانستان سره په پوله سېمو کې د ترهگرو خلاف عملیات ترسره کړي دي، په افغانستان کې د امن او ثبات ملاتړ کوي او د افغانستان سره د پولې د امنیت دپاره یې اقدامات پیل کړې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG