لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ په بلنه وزیراعظم عمران خان دا میاشت د امریکې سفر کوي


صدر ډانلډ ټرمپ
صدر ډانلډ ټرمپ

وزیراعظم عمران خان به د جولايي په ٢٢ نېټه د امریکې سفر او د صدر ډانلډ ټرمپ سره په واشنگټن کې ملاقات کوي.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د معمول خبري غونډې ته وویل چې عمران خان امریکې ته دغه سفر د صدر ټرمپ په بلنه کوي.

خو وایټ هاوس د عمران خان د سفر په اړه په رسمي ډول لا څه نه دي ویلي.

محمد فیصل وویل د صدر ټرمپ سره د عمران خان د خبرو موضوعاتو ته حتمي شکل ورکولو دپاره د دواړو ملکونو سفارتکاران د یو بل سره په رابطه کې دي خو دوی د بحث توجه به د دواړو ملکونو "دوه اړخیزه تعلقات راتازه" کولو ته وي.

په اسلام اباد کې چارواکي او څېړونکي وايي دوی امید کوي چې د دواړو مشرانو ترمنځ د دې لومړي ملاقات په نتیجه کې به د امریکې او پاکستان په تعلقاتو کې تاوتریخوالی کم شي او دا چې د دوی د خبرو زیاته توجه به په افغانستان کې د امن په کوښښونو وي.

امریکې د تېر کال راهسې د افغان طالبانو سره د مذاکراتو لړۍ پېل کړې ده او پاکستان وايي طالبان د خبرو میز ته په راکښ کولو مرسته کړې ده.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل وویل "پاکستان د (افغان) امن بهیر په مرسته او وړاندې بوتلو کې بینادي کردار ادا کړی دی. مونږ دا په روغ نیتۍ او په شریکه ذمه وارۍ کې کوو."

د پاکستاني مامورینو د دغو خبرو پرته، د ترهگرۍ خلاف جنگ او په افغانستان کې د امن په لړ کې صدر ټرمپ د پاکستان په کردار د بې باورۍ څرگندونه کړې ده.

د تیر کال په لومړی ټوېټ کې صدر ټرمپ وویل امریکې پاکستان ته درې ارب ډالر ورکړي دي خو په ځواب کې پاکستان د درغلۍ او د دروغونو نه کار اخیستی دی. هم تېر کال صدر ټرمپ د جنوبي ایشیا دپاره د خپل حکومت نوي تگلاره د اعلانولو په وخت په پاکستان غږ وکړو چې خپله خاوره دې د وسله والو څخه پاکه کړي او طالبانو دې خبرو ته په اماده کولو کې کردار ادا کړي. امریکې د پاکستاني څه پوځي امداد هم بند کړی دی.

د دې په ځواب کې پاکستان وايي امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان اچول غواړي. امریکايي او افغان چارواکي وايي وسله وال د پاکستان د خاورې څخه په افغانستان کې په امریکايي او افغان ځواکونو حملې کوي. پاکستان په خپله ځمکه د وسله والو د موجودگۍ خبره ردوي. د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله د ازغن تار او چېک پوسټونو جوړولو کار پېل کړی دی او وايي د دې هدف په پوله د وسله والو د حرکت مخه نیول دي.

د پاکستان د سنېټ یا د پارلېمنټ د ایوان بالا د خارجه چارو کمېټۍ مشر مشاهد حسین وي او ای ته وویل چې په افغانستان کې د امن دپاره ضروري ده چې د امریکې او پاکستان تعلقات ښه وي.

عمران خان به د امریکې سفر په داسې حالې کې کوي چې امریکايي او طالب مرکچیانو ویلي دوی نژدې شوي چې د لوظنامې دستاویز ته حتمي شکل ورکړي.

د واشنگټن د څېړنې ادارې وډرو وېلسن سېنټر مایکل کوگلمېن وویل چې افغانستان به د صدر ټرمپ او د عمران خان د مذاکراتو یوازنی ټکی وی ځکه چې د طالبانو سره امن د امریکې د جنوبي ایشیا د دتگلارې تر ټولو مهم ټکی دی. کوگلمېن زیاته کړه چې پاکستان په دې لړ کې مرسته کولی شي.

صدر ټرمپ په خارجي جنگونو کې د امریکې د ککړتیا سخت نقاد دی او عمران په خپلو سیاسي جلسو کې د امریکې د جنگونو مخالفت کړی دی. عمران خان دا هم ویلي چې د افغانستان مسله په جنگ نشي حل کېدی.

عمران خان دا څرگندونه هم کړې ده چې د صدر ټرمپ سره به د امریکې او ایران ترمنځ د زیات شوي تاوتریخوالي په اړه به هم خبرې وي. پاکستان د ایران سره ٩٠٠ کلومیټر اوږد سرحد لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG