لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي پاکستانی سوداگر د امریکا یو فټ بال کلب اخلي


د Jaguars موجوده مالک ويور يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې اعلان وکړو چې هغه ټيم خرڅوي او په دغه اړه يې په ترسره شوي تړون د نهې په ورځ سحر مهال لاسليک کړى
د Jaguars موجوده مالک ويور يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې اعلان وکړو چې هغه ټيم خرڅوي او په دغه اړه يې په ترسره شوي تړون د نهې په ورځ سحر مهال لاسليک کړى

د جېکسن جېگورز مالک وين ويور د نهې په ورځ وئيلي دي چې هغه د نيشنل فټ بال ليگ ټيم په يو پاکستاني تاجر شاهد خان خرڅوي.
د Jaguars موجوده مالک ويور يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې اعلان وکړو چې هغه ټيم خرڅوي او په دغه اړه يې په ترسره شوي تړون د نهې په ورځ سحر مهال لاسليک کړى.
نوموړى وائي چې شاهد خان به دټيم 100 فيصده کنټرول لري.
شاهد خان د16ؤ کالو په عمر کې امريکا ته تللى ؤ.
مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ويور مينه والو ته باور ورکړو چې خان پلان لري ټيم په Jacksonville کې وساتي.
دهغه وينا ده چې کمشنر گوډيل ته يې وئيلي وؤ تر څو چې هغه دتړون منظوري ورنۀ کړي تر هغې به پرې لاسليک نۀ کوي، خو ددغه لاسليک نۀ کولو علت دپيسو دنۀ ترلاسه کيدو نۀ بلکې هاغه دوامداره ورثه ده چې مونږ يې ترلاسه کول پيل کړې دي.
د دغه سودې اقتصادي تفصيلات نۀ دي په ډاگه کړل شوي خو فوربز مجلې رپورټ ورکړى چې دتړون قيمت به 760 ملينه ډالر وي.
61 کلن خان پلان لري چې په Jacksonville کې يو کور واخلي او ددغه ځايې څخه ټيم ته لارښونه وکړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG