لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

براک اوباما او نورو مشهورو خلکو ته بمونه لېږونکی مشکوک تن ونیول شو


د امریکې مشر سرکاري وکیل یا اټرني جنرل جیف سیشنز
د امریکې مشر سرکاري وکیل یا اټرني جنرل جیف سیشنز

د امریکې مشر سرکاري وکیل یا اټرني جنرل جیف سیشنز د جمعې په ورځ وویل چې پخواني صدر براک اوباما، پخوانۍ خارجه وزیرې هېلرې کلنټن او د ډیموکریټک پارټۍ ځینې نورو مشهورو غړو ته د ډاک د لارې بمونه استونکی مشکوک تن ونیول شو.

سېشنز وویل ٥٦ کلن سېزر سی یاک د فلوریډا په اېونچوره ښار کې نیول شوی دی.

د امریکې د تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي مشر کرسټفر ری وویل ١٣ دېسې بمونه د ډاک دلارې په پېکټونو کې لیږل شوې دي چې پکې د شپږ اېنچو په پي وي سي پایپونو یا نلونو کې چاودیدونکي مواد او گړۍ لگول شوي وې.

په نژدې ورځو کې پخواني صدر براک اوباما، پخوانۍ خارجه وزېرې هېلري کلنټن او د ډیموکریټک پارټۍ ځینې نورو مشهورو کسانو، د سي ايي پخواني مشر او پخواني مشر سرکاري وکیل یا اټرني جنرل ته دغه رنگ دېسې بمونه لیږل شوې دي.

پخوانی صدر براک اوباما
پخوانی صدر براک اوباما

د ایف بي ايي مشر کرسټفر ری وویل په داگ استول شوي دغه هڅې نقلي بمونه نه وو.

چارواکي سېزر سی یاک ته په ځینو پېکټونو د هغه د فنگر پرنټس یا د گوتود چاپونو په زریعه ورسیدل په داسې حال کې چې ایف بي ايي دوه نور پېکټونه ونیول. یو پېکټ د ډیموکریټک پارټۍ سېنټر کوري بکر او بل د قامي استخباراتي ادارې یا نیشنل انټېلجنس پخواني مشر جیمز کلېپر ته لېږل شوی و.

کلېپر سي این این ټېلې وژن ته وویل دغه پېکټ د هغه دپاره د حیرانتیه خبره نه ده او دا سنجینده معامله ده.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ وویل د حزب اختلاف ډیموکریټک پارټۍ مشرانو ته بمونو لېږلو په شا مشکوک خلکو خلاف به د قانون سره سم چلند کولی شي.

صدر ټرمپ وویل د امریکې په ټولنه کې د خلکو د ویرولو دپاره اقدامات کول ځای نه نیسي. په وایټ هاوس کې د افریقايي امریکایانو د ځوانانو یوې غونډې ته ډانلډ ټرمپ وویل په امریکا کې به سیاسي تشدد ته د ځېلو د نیولو اجازه ور نه کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG