لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمیره د شپېته لکو واوښته


د امریکا جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمیرو تر مخه په امریکا کې په کرونا وایرس اخته کسانو شمیره د شپږ میلینه (۶۰ لکو) واوښته. د کرونا د لاسه په نړۍ کې تر ټولو زیات مرګونه هم په امریکا کې ریکارډ شوي چې تر ننه یې شمیره یو لک ۸۳ زره ده.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمیرو تر مخه د امریکا منځني لویدیز یا مډ وېسټ څلورو ایالتونو کې د یوې ورځې تر ټولو زیات نوي کېسونه هم رپورټ شوي.

په دغو ایالتونو کې په ایووا کې (۷۸۵)، په شمالي ډکوټا کې (۳۷۵)، جنوبي ډکوټا کې (۴۲۵) او په مېنیسوټا ایالت کې (۱۰۰۰) کېسونه رپورټ شوي. سره د دې په مونټانا او اېډاهو کې چارواکو ویلي، په هسپتالونو کې د کرونا ناروغانو د داخلیدو شمیره د ریکارډ حده پورې سېوا شوې ده.

د کرونا نوې پېښې زیاتره د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې ښکاره شوي. د ایووا ایالت په هغو برخو کې چې دوه پوهنتونونه/ یونیورسټۍ دي تر ټولو زیاتې پېښې رپوټ شوي. په دواړو پوهنتونونو کې زده کونکي ټولګیو ته ورتلل.

په جنوبي ډکوټا کې په هغو ځای کې د کرونا زیاتې پېښې رپورټ شوي چرته چې د موټر سایکل ځغلولو یوه سیالي شوې وه.

که څه هم په امریکا کې د ټولې نړۍ په پرتله د کرونا زیاتې پېښې دي خو د خلکو د شمېر په تناسب بیا هم د نړۍ د هېوادونو په کتار کې لسم ځای لري.

د رایټرز خبري ادارې د شمېرو له مخې په دې حساب بیا برازیل، پیرو او چیلي کې د کرونا زیاتې پېښې دي.

دغه ډول که څه هم په امریکا کې د نورو هېوادونو په پرتله له کرونا څخه د مړینو شمېر زیاته او له ۱۸۳۰۰۰ څخه اوختی دی خو بیا هم په نړۍ کې یولسم ځای لری.

د رویټرز د راپور له مخې، د هېوادونو د وګړو د شمېر په تناسب تر ټولو زیات کسان په سویډن، برازیل، ایټالیا، چیلې، هسپانیه، برتانیه، بیلجیم او د پيرو هېوادونه دي.

په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۲۵.۴ میلیونو او د مړو شمېر له ۸۵۰۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG