لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېنسي پلوسي: د صدر‌ ټرمپ په کابینه به غږ کوي چې صدر د چوکۍ نه لېرې کړي


د ډېموکرېټک ګوند په اکثریت کې ایوان نمایندګان وړاندې هم د صدرټرمپ د مواخذې قرارداد منظور کړی وی یعنې هغه یې یو ځل وړاندې صدارت دپاره نااهل بللی دی خو دغه قرارداد د ريپبلېکن پارټۍ د اکثریت لاندې سېنټ کې نامنظور شوی و
د ډېموکرېټک ګوند په اکثریت کې ایوان نمایندګان وړاندې هم د صدرټرمپ د مواخذې قرارداد منظور کړی وی یعنې هغه یې یو ځل وړاندې صدارت دپاره نااهل بللی دی خو دغه قرارداد د ريپبلېکن پارټۍ د اکثریت لاندې سېنټ کې نامنظور شوی و

د امریکې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د نمایندګانو ایوان سپېکرې نېنسي پلوسي ویلي د یو قرارداد دلارې به د صدر ډانلډ ټرمپ د کابېنې په غړو غږ کوي چې د ایین د ۲۵ مادې دلاندې دې صدر د چوکۍ څخه د لېرې کوولو ګام واخلي.

نېنسي پلوسي ویلي دغه قرارداد به د ګل، دوشنبې، په ورځ وړاندې کوي.

د ډېموکرېټک پارټۍ خپلو همکارانو ته په یو خط کې نېنسي پلوسي وویل که چېرې د واک من ريپبلېکن پارټۍ نایب صدر مایک پېنس صدر ډانلډ ټرمپ د لېرې کوولو په غرض د دوی قرارداد ته په ۲۴ ګنټو کې ځواب وه نه وېلو نو بیا د مواخذې عمل شروع کړي.

نېني پلوسي وویل د ايين او جمهوریت د تحفظ دپاره په بېړنۍ توګه د ګام اخیستلو ضرورت دی. "دا صدر د دواړو دپاره څرګند خطر دی."

د ډېموکرېټک پارټۍ نېنسي پلوسي د ريپبلېکن ګوند صدر ټرمپ د لېرې کوولو دپاره غږ په داسې حال کې پورته کړی چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د صدر صدرټرمپ پلویانو د کانګرس په ودانۍ یرغل وکړو. په اړي کړي کې پنځه کسان وژل شوي دي.

د یرغل په وخت په کانګرس کې د صدارتي انتخاب نتېه په رسمي ډول د منظورولو دپاره غونډه روانه وه چې وځنډېله. خو وروسته کانګرس د صدر ټرمپ په مقابله کې د ډېموکرېټک پارټۍ صدارتي امیدوار جوبایډن او د نایب صدر کماله هېرس بریا په رسمي ډول تصدیق کړه.

بایډن او هېرس به په شلمه جنورۍ د خپلو چوکیو سوګند پورته کوي.

صدر ټرمپ د نومبر په میاشت کې شوي صدارتي انتخاب کې په پراخه کچه د درغلۍ الزامات لګوي، په انتخاب کې ماتی یې نه دی تسلیم کړی خو ویلي یې دي چې په منظمه ډول به اقتدار نوي صدر ته انتقال کړي.

په کانګرس د یرغل وروسته په صدر ټرمپ نېوکې کېږي چې هغه د یرغل کوونکو حوصله افزايي کوله خو هغه د پېښې غندنه کړي ده. هغه وايي د نوي صدر د سوګند پورته کوولو په دستوره کې به شرکت نه کوي چې د روایت نه لېرې ګام ګڼل کېږي.

وایټ هاوس د نېني پلوسي په اعلان څه نه دي ویلي.

د پلوسي مرستیال او د کانګرس غړي جېم کلی برن ویلي په یو څو ورځو کې د مواخذې عمل شروع کېدلی شي خو د وي او ای د انګرېزۍ څانګه په خپل رپورټ‌ کې وايي دا امکان ډیر کم دی د صدر ټرمپ د حکومت مېعاد د ختمېدو نه وړاندې د مواخذې عمل سر ته ورسوول شي. رپورټ وايي د صدر مواخذه د هغه د چوکۍ نه تللو ورسته هم کېدلی شي او که چېرې د هغه د حکومت ختمېدو نه پس د هغه مواخذه وشوه نو بیا به په وفاقي حکومت کې کومه عهده نشي ترلاسه کوولی.

د ډېموکرېټک ګوند په اکثریت کې ایوان نمایندګان وړاندې هم د صدرټرمپ د مواخذې قرارداد منظور کړی وی یعنې هغه یې یو ځل وړاندې صدارت دپاره نااهل بللی دی خو دغه قرارداد د ريپبلېکن پارټۍ د اکثریت لاندې سېنټ کې نامنظور شوی و.

که څه هم د ریپبلېکن پارټۍ یو شمېر غړو په کانګرس د یرغل غندنه کړې ده خو د وي او ای رپورټ وايي په کانګرس کې د ريپبېلکن ګوند غړو دا نه ده څرګنده کړې چې د صدر ټرمپ د مواخذې حمایت به کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG