لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېنګان: افغانستان نه د ستنېدونکو امریکايي ځواکونو د تحفظ دپاره ګامونه اخیستل شوي دي


ډوایټ ایزن هاور

د امریکې د دفاع وزرات د جمعې په ورځ وویل چې افغانستان نه د انخلا په مهال امریکايي ځواکونو ته د تحفظ ورکولو دپاره په جنوبي اېشیا او منځني ختيځ کې امریکايي ځواکونه په ځای کړی شوي دي.

پېنټګان وویل د امریکې د فاع وزیر اسټن لوایډ "ډوایټ ایزن هاور" نومې سمندري بېړې ته د اینده څه وخت دپاره په سیمه کې د پاتې کېدو امر کړی دی.

د دې ترڅنګ د امریکې د هوايي پوځ بي فېفټي ټو نومې جنګي جهازونه هم په سیمه کې دي او د اوږدې فاصلې پورې تلونکي بمبار الوتکې هم سېمې ته روانې شوي دي.

د پېنټګان ترجمان جان کربي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل غواړي چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا په محفوظ، منظمه او په عقل مندۍ ترسره کړی شي. هغه وویل د دې مطلب دا دی چې په مېدان کې کمانډر ته لارې چارې مهیا کړي چې د امریکې او د اتحادیانو ځواکونه افغانستان نه د وتلو په مهال محفظ وي."

د امریکې صدر جوبایډن تېره هفته وویل چې په افغانستان کې دا وخت مېشته د ۲۵۰۰ نه تر ۳۵۰۰ امریکايي عسکر به د می د میاشت د لومړۍ نېټې څخه افغانستان نه انخلا شروع کړي او د سپټمبر د میاشت پورې به یې سر ته ورسوي.

هم په دغه وخت کې به د نېټو د چتر دلاندې قریباً ۷۰۰۰ اتحادي عسکر هم د افغانستان کې انخلا سر ته رسوي. د خارجي ځواکونو ترڅنګ په افغانستان کې غېر پوځي خارجي کارکوونکي به هم په دغه موده کې ستنېږي.

د وي او ای رپورټ وايي افغانستان نه د ځواکونو د انخلا دپاره د تګلارې باوجود طالبانو د حملو دړکه کړې که چېرې امریکايي عسکر د می د شروع کېدو پورې د افغانستان نه ونه وتل. افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو دپاره دغه نېټه تېر کال د امریکې او د طالبانو په امن معاهده کې ټاکل شوې ده چې د فریقېنو ترمنځ د پخواني امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې لاس لیک شوي ده.

د لوظنامې تر مخه طالبان به د القاعده او نورو وسله والو ډلو سره رابطې پرېکوي او دا ضمانت په ورکوي چې د افغانستان خاوره به د امریکې او د نور ملکونو خلاف د ترهګرۍ دپاره نه استعمالېږي.

د پېنګان ترجمان جان کربي وویل دا به د کم عقلۍ خبره وي چې دا وګڼل شي چې طالبانو به مزاحمت نه کوی. هغه وویل امریکا به د ستنېدونکو عسکرو د تحفظ دپاره نور ګامونه هم اخلي.

په افغانستان او منځني ځتیځ کې د امریکايي ځواکونو مشر جرنل کیت فرېنک مېکېنزي په پېنټګان کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یوې غوڼدې کې د امریکايي ځواکونو د انخلا نه پس د طالبانو د مخنیوي په لړ کې د افغان ځواکونو په صلاحیت تشویش څرګند کړو. هغه طالبان خبردار کړل چې په امریکايي او اتحادي ځواکونو دې حملې نه کوي.

د ځواکونو د وېستلو ترڅنګ د وي او ای رپورټ وايي امریکا به د افغانستان نه خپل سازاوسامان هم راوباسي چې زیاتره به د هوايي جهازو په زریعه راوړل کېږي.

خو د پېنټګان ترجمان جان کربي وویل د امریکايي سازاوسامان او الاتو به جاج اخیستل کېږي، صفايي به یې کېږي، ځینې به په سیمه کې په ځای کړی شي او څه سازاوسامان به افغانستان ته ورکړي شي. خو هغه زیاته کړه څه سازاوسامان به تباه کړی شي

XS
SM
MD
LG