لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې پوځي ورځپاڼه "سټارز اېنډ سټرایپس" به دا میاشت وتړل شي


ای پي وايي د دفاع وزارت په یو یاداشت کې وېل شوي د دفاع وزیر مارک اېسپر د سټارز اېڼد سټراپس د بندولو فیصله د وزارت بجټ ته د کتنې وروسته کړې ده

د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، په امر به د پوځي ورځپاڼې "سټارز اېنډ سټراپس" اشاعت د دې میاشت په اخېره کې بند شي، د دې باوجود چې کانګرس کوښښ کوي چې د ۱۰۰ کلنې ورځپاڼې اشاعت جاري ساتلو دپاره مالي وسایل برابر وساتي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د سټارز اېنډ سټرایپس د سپټمبر تر ۳۰ نېټې پورې تړل کېدل او د نوي کال د جنورۍ تر اخیره پورې د ورځپانې د انتظام ادارې تحلیل کېدل هغه ۱۵ اشاریه پنځه مېلین ډالر کموول دي چې هر کال به د دفاع وزارت د بجټ نه ورځپاڼې ته ورکول کېدي.
ای پي وايي د کانګرس غړي د تېرو څو میاشتو راهسې ورځپاڼې ته د پېسو د بندېدو مخالفت کوي او د سېنټ د واک من ریپبلېکن او حزب اختلاف ډېموکرېټک پارټۍ غړو د دفاع وزیر مارک اېسپر ته خط کې لیکلي چې سټارز اېڼد سټرایپس ته دې پېسې بحال کړي.

د سېنټرانو په خط کې لیکل شوي چې سټارز اېڼد سټرایپس د امریکې د مطبوعاتو د ازادۍ برخه ده چې هم د هغې ټولنې خدمت کوي چې د دغې ازادۍ دفاع کوي.

ای پي وايي د دفاع وزارت په یو یاداشت کې وېل شوي د دفاع وزیر مارک اېسپر د سټارز اېڼد سټراپس د بندولو فیصله د وزارت بجټ ته د کتنې وروسته کړې ده.

دغه یاداشت د دفاع وزارت موقتي ترجمان کرنل پال هېورسټک دستخط کړی او ترمخه د سټارز اېڼد سټرایپس اخېرۍ ورځپاڼه به د سپټمبر په ۳۰ چاپ کېږي.

ای پي وايي سټارز اېڼد سټرایپس د لږ وخت دپاره د امریکې د خانه جنګۍ په مهال به کال ۱۸۶۱ کې چاپ کېدلو خو د لومړي جنګ عظیم په مهال ورځپاڼه زیاته مسلسل شایع کېدله. خو جنګ د ختمېدو سره د ورځپاڼې اشاعت هم د دویم نړیوال جنګ د شروع کېدو پورې بند شو. په کال ۱۹۴۲ کې د دویم جنګ عظیم شروع کېدو سره د سټارز اېڼد سټرایپس اشاعت بیا شروع شو.

ای پي وايي که څه هم سټارز اېڼد سترایپس د امریکې د دفاع وزارت په پېسو چلېدو خو ورځپاڼې په اداریاتي توګه ازادي لرله او د دنیا په ګوټ ګوټ کې پرځايي شوي امریکايي عسکرو به ورته رسايي کوله.

سټارز اېڼد سټراپس په داسې حال کې هم بندیږي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر د ۱۳۰۰۰ نه ۸۶۰۰ ته راکم کړی شوی دی. امریکې دغه ګام سږ کال طالبانو سر د امن معاهدې د لاندې اخیستی چې ترمخه به یې طالبان په امریکايي ځواکونو حملې نه کوي، دا ضمانت به ورکوي چې د افغانستان خاوره به بیا ترهګرۍ دپاره نه استعمالیږي او طالبان به د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني. د دې په بدل کې به امریکا خپل عسکر د افغانستان څخه وباسي.

XS
SM
MD
LG