لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې په فېلېډېلفیا ښار کې د تورپوستکي تن د وژل کېدو ورسته احتجاجونه شوي


د نهې، سه شنبې، په ماښام قریباً ۵۰۰ کسان په مغربي فېلېډېلفیا کې جمع شول او بیا یې په ګاونډ کې لاریون وکړو او نعرې یې پورته کولې. د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه د ښار په بله برخه کې په وډیوګانو کې لیدل شوو چې خلک دوکانونه ته دننه وځي او شیان غله کوي

د امریکې په فېلېډېلفیا ښار کې پرله پسي په دویمه شپه په سلګونو خلکو د پولیس په ډزو د یو افریقايي امریکني تن د وژل کېدو وروسته احتجاجونه کړي دي.

د نهې، سه شنبې، په ماښام قریباً ۵۰۰ کسان په مغربي فېلېډېلفیا کې جمع شول او بیا یې په ګاونډ کې لاریون وکړو او نعرې یې پورته کولې. د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه د ښار په بله برخه کې په وډیوګانو کې لیدل شوو چې خلک دوکانونه ته دننه وځي او شیان غله کوي.

د وي او ای رپورټ وايي د قانون عملي کونکوو مامورینو د مهلک قوت د استعمالوولو دا ورستۍ پېښه ده. په تېرو ورځو کې د یو بل افریقايي امریکني د پولیس په ولکه کې د وژل کېدو خلاف هم د امریکې په ګوټ ګوټ کې احتجاجونه شوي وو.

ورستۍ پېښه په فېلېډېلفیا کې د ګل، دوشنبې، په ورځ وشوه چې یو لاروي یې وډیو جوړ کړو او بیا يې په سوشل مېډیا شریک کړو.

د وژل شوي تن شناخت د ۲۷ کلن والټر والس په نامه شوی چې کورنۍ یې په بیړنۍ توګه د مرستي غوښتنه کړې وه او ویلي يې وو چې د ‌ذهني کړکیچ سره مخامخ شوی دی.

هغه کورنۍ وکیل وویل د مرستې دغه غږ د پولیس د مداخلي دپاره نه ورکړی شوی.

د چارواکو په وېنا والس سره په لاس کې چاړه وه او د پولیس دا غوښتنه یې نه منله چې چاړه وغورځوي.

د والس مور او پلار د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل پولیس د والس د ‌ذهني کېفیت نه خبر وو ځکه چې د ګل، دوشنبې، په ورځ پولیس درې ځله د دوی کور ته ورغلي وو. د وي او ای رپورټ وايي دا نه ده معلومه چې د پولیس کوم افسران چې د والس د ‌ذهني حالت نه خبر وو هغه د ډزو په واقعه کې هم شامل وو او که نا؟

د والس د کورنۍ کومو غړو چې د خبریالانو سره خبرې وکړې دا پوښتنه یې کوله چې پولیس ولې ډزې کړي دي او ایا دا چې د والس د قابو کووولو دپاره د دزو پرځای بله غېر مهلکه طریقه نشوه استعمالېدی؟

د ګل، دوشنبې، په شپه په فېلېډېلفیا کې د احتجاج په لړ کې ۹۱ کسان ګرفتار کړی شوي دي. پولیس ویلي ۳۰ افسران یې د مظاهره چیانو سره نښتو کې زخمیان شوي هم دي.

د وایټ هاوس ترجمانې الیسا فېرا فاکس ټېلې وژن ته وویل د صورتحال جاج اخیستل کېږي او که ضرورت پېښ شو نو په فېلېډېلفیا کې د امنیت پرځای کوولو دپاره وفاقي وسایل هم استعمالیدلی شي.

سږ کال د منېسوټا ریاست په منېاپلس ښار کې د پولیس په ولکه کې د تورپوستکي تن جورج فلویډ د مرګ وروسته احتجاجونه شوي دي. فلویډ په داسې حال کې مړه شوی چې یو پولیس افسر یې په مرۍ زنګون اېښودی و او هغه نعرې کولی چې ساه نشي اخیستلی. د فلویډ د پېښې سره تړلې پولیس افسران د دندې څخه لرې کړي شوي دي.

XS
SM
MD
LG