لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کیوبا نژاد سینټر مارکو روبیو د امریکې صدارتي امیدوار


یو وډیو چې د مارکو روبیو د امیدوارۍ اشتهار کوي وايي صدارت دپاره د هغه هلې ځلې امریکا دپاره یو نوی رخ څرگندوي. وډیو کې د هغه د تقریرونو ځېنې برخې هم ښائي چې پکې هغه غواړي چې امریکا دې د دنیا رهنمائي وکړي. هغه د صدر براک اوباما د تگ لارې مخالفت هم کوي
یو وډیو چې د مارکو روبیو د امیدوارۍ اشتهار کوي وايي صدارت دپاره د هغه هلې ځلې امریکا دپاره یو نوی رخ څرگندوي. وډیو کې د هغه د تقریرونو ځېنې برخې هم ښائي چې پکې هغه غواړي چې امریکا دې د دنیا رهنمائي وکړي. هغه د صدر براک اوباما د تگ لارې مخالفت هم کوي

د کال ٢٠١٦ د صداراتي انتخاباتو په میدان کې د امیدوارانو شمیره په زیاتیدو ده او د گل یا دوشنبې په ورځ به د ریپبلیکن پارټۍ کیویا نژاد سینټر مارکو روبیو هم په رسمي توگه خپل ځان د امیدوار په توگه وړاندې کوي.

د۴٣ کلن مارکو روبیو مور او پلار کیوبا نه هجرت کړی وو. هغه په میامي کې په یوه دستوره کې په صدارتي زغل کې د خپل شمولیت اعلانوي.

یوه ورځ وړاندې د واک من ډیموکریټک پارټۍ سره تعلق لرونکې پخوانۍ خارجه وزیرې هیلري کلنټن هم صدارت دپاره خپل ځان د امیدوار په توگه معارفي کړو.

سنیټر مارکو روبیو به د فلوریډا ریاست میامي ښار په هغه ځائې کې دستوره کې اعلان کوي چرته چې د ١٩٦٠ په لسیزه کې د کیوبا پخواني صدر فیډل کاسټرو ته د حکومت نه پناه اخیستونکو د کیوبا مهاجرینو نوم لیکنه شورو کړی شوي وه.

یو وډیو چې د مارکو روبیو د امیدوارۍ اشتهار کوي وايي صدارت دپاره د هغه هلې ځلې امریکا دپاره یو نوی رخ څرگندوي. وډیو کې د هغه د تقریرونو ځېنې برخې هم ښائي چې پکې هغه غواړي چې امریکا دې د دنیا رهنمائي وکړي. هغه د صدر براک اوباما د تگ لارې مخالفت هم کوي.

د مارکو روبیو نه وړاندې د ریپبلیکن پارټۍ لخوا سینټر ټډ کروز او سینټر رینډ پال هم صدارت دپاره خپله خپله امیدواري اعلان کړې ده. ویل کیږي چې د ویسکانسن ریاست گورنر یا والي سکاټ واکر او د فلوریډا ریاست گورنر یا والي جب بش به هم ځانونه د صدارت د امیدوارانو په توگه وړاندې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG