لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي ايي ای مشر: په افغانستان کې د وسلوالو خلاف جنگ تندول غوره تگلاره ده


یو افغان عسکر په غزني کې د هغه ځای سره نژدې ولاړ دی چرته چې طالبانو حمله کړې ده
یو افغان عسکر په غزني کې د هغه ځای سره نژدې ولاړ دی چرته چې طالبانو حمله کړې ده

د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي مشر مایک پامپیو ویلي په افغانستان کې د وسلوالو خلاف د جنگ تندولو د صدر ډانلډ ټرمپ فیصله غوره تگلاره ده ځکه چې هلته اوس هم مشکلات موجود دي.

صدر ټرمپ ښاغلی پامپیو د خارجه وزیر په توگه نامزد کړی دی او د سي ايي مشر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې کانگرس کې وزارت د نامزدگۍ په اړه په یوه اورونه کې خبرې کولې. کانگرس به د وزارت د چوکۍ دپاره د مایک پامپیو د تقررۍ منظوري ورکوي.

د سنیټ د خارجه چارو د کمیټۍ د اورونې په مهال د مایک پامپیو نه تپوس وشو آیا امریکې ته د افغانستان نه راوتل پکار دي او که نا؟ د سي ايي ای مشر وویل تر څو په افغانستان کې ثبات نه پرځای شوی او دا خطر لمنځه نه وي وړل شوی چې د افغانستان څخه به امریکې ته د ترهگرۍ گواښ نه راولاړیږي، د افغانستان نه بیرته راتگ نه دی پکار.

په افغانستان کې د موجود مشکلاتو په ترڅ کې یوه ورستۍ پېښه په غزني ولایت کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د طالبانو تازه حمله وه چې ١٥ کسان پکې ووژل شو.

د غزني په خوجه عمري ولسوالۍ کې د طالبانو په حمله کې په وژل شوو کسانو کې درې ځايي لوړ رتبه چارواکي هم شامل وو.

د ایسوسي ایټډ پریس خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي د غزني ولایت په زیاتره برخې د طالبانو په قبضه کې دي.

د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاد ای پي ته ویلي د ولسوالۍ د مرکز پرته نورې ټولې سیمې طالبانو نیولي دي.

افغان صدر اشرف غني په خوجه عمري ولسوالۍ د طالبانو د حملې غندنه وکړه او وې ویل دا د "افغانستان دښمنانو" کړې ده.

په حمله کې د ولسوالۍ مشر، علي دوست شمس، د پولیس نایب مشر رمضان علي محسني، اووه پولیس او پنځه د افغانستان د استخباراتي ادارې چارواکې وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG