لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران او چین همکاري به منځنی ختیځ بې ثباته کړي، مایک پامپېیو وايي  


د تېرکال د ډسمبر د میاشت په دې تصویر کې د چین خارجه وزیر وانګ يي د خپل ایران هم منصب محمد جواد ظریف سره ولاړ لیدل کیږي
د تېرکال د ډسمبر د میاشت په دې تصویر کې د چین خارجه وزیر وانګ يي د خپل ایران هم منصب محمد جواد ظریف سره ولاړ لیدل کیږي

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو ویلي د ایران او چین په تعلقاتو کې ژورتیا به د منځني ختيځ سیمه د بې ثباتۍ سره مخامخ کړي.

څیړونکي وايي کتنه به دا وي بېجنګ به تهران سره ملګرتیا په پاله کې تر کوم حد پورې تلو ته تیار وي په داسې حال کې چې ایران سره تعلقات د زیاتوولو په ترڅ کې به یې د امریکې سره تاوتریخوالی نور هم زیاتېدی شي.

مایک پامپېیو د امریکې فاکس نیوز ته د اتوار، یکشنبې، په ورځ مرکه کې وویل ایران ته د چین ورتګ به منځنی ختیځ بې ثباته او د اسرایل، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو دپاره به خطرات پېدا کړي. هغه په دریو واړو ملکونو غږ وکړو چې د بیجنګ د ارادو په اړه دې بېداره وسي.

مایک پامپېیو وویل ایران په ریاستي کچه د ترهګرۍ مرسته کوونکی د دنیا تر ټولو لوی ملک دی او چین وسلې، تجارت او پېسو ته د ایران رسايي به سیمې ته خطر نور هم پېچیده کړي.

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي ایران هغه اسلامي وسله والې مسلح کړي دي چې د لسیزو راهسې پرې په منځني ختیځ کې د ترهګرو حملو الزامات لګول شوي دي او تهران ځان خپله د ترهګرۍ مرستیال نه بلکې د ترهګرۍ ښکار ملک بولي.

د فاکس ټېلې وژن سره مرکه کې مايک پامپېیو د مغربي مطبوعاتو د هغه رپورټونو په اړه خبره کوله چې وايي ایران او چین د اینده ۲۵ کلونو دپاره یوې معاهدې ته حتمي شکل ورکوونکي دي چې ترمخه به یې دواړه ملکونه د تجارت او دفاع په مد کې همکاري زیاتوي. دغه مجوزه معاهدې ته د کامریهېسنیو سټرېټیجېک پارټنرشپ نوم ورکړی شوی دی یعني جامعه سټرېټیجک همکاري.

د وي او ای رپورټ وايي دغه د همکارۍ تر ټولو لوړه درجه ده چې چین یې بل ملک ته ورکوي او د دواړو ملکونو مشرانو د ۲۰۱۶ د همکارۍ په معاهده خبرې شروع کړي دي.

ایراني مامورینو په تېرو هفتو کې ویلي د همکارۍ په مجوزه معاهده یې د چین سره خبرې دوام لري خو دا نه ده څرګنده کړي چې کله به لوظنامې ته حتمي شکل ورکړی شي خو چینايي مامورینو په اړه هیڅ څه نه دي ویلي.

ایران او چین د تېرو څو لسیزو راهسې اقتصادي او دفاعي تعلقات لري او د وي او ای رپورټ وايي چین د ۱۹۸۰ د لسیزې راهسې ایران ته وسله ورکړې ده خو د کال ۲۰۱۰ د ملګرو ملتونو د قرارداد دلاندې په ایران د وسلې خرڅوولو بندیز لګول شوی دی.

رپورټ وايی د دغه بندیز مېعاد د اکتوبر په ۱۸ ختمیږي او چین څرګنده کړې ده چې که چېرې امریکا دغه میعاد غځوي نو چین به یې مخالفت کوي.

تېر کال ایران، چین او روس په بحیره هند او په خلیج عمان کې په مشترکه پوځي مشقونو کې شرکت وکړو.

ځینې څیړونکي وايي بیجنګ غواړي چې تهران سره د معاهدې دلارې ایران ته وسلې خرڅلاو بیا شروع کړي او د ایران نه په رعایتي قیمت تېل او نور مراعات ترلاسه کړی شي.

د ایران اقتصاد د ۲۰۱۸ راهسې د امریکايي بندیزونو امله د بدحالۍ سره مخامخ دی او د امریکې پابندیو له امله چین د ایران نه تېل هم نشي اخیستلی چې د ایران د امدن بنیادي برخه ده.

څیړونکي وايي د ایران سره د همکارۍ زیاتوولو ترڅنګ به چین دا کوښښ هم کوي چې په منځني ختيځ کې بې ثباتي زیاته نشي ځکه چې د عراق د تېلو په صنعت کې یې سرمایه کاري کړې ده. او بېجنګ په د ایران په سر امریکې سره تاوتریخوالی هم نه زیاتول غواړي چې یو مثال یې په ایران د امریکايي پابندیو وروسته ایران نه د چین د تېلو په اخیستلو کې کمی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG