لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر بایډن به په رسمي ډول افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا اعلان کوي


د امریکې صدر جوبایډن

د امریکې صدر جوبایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا رسمي اعلان کونکی دی چې ترمخه به یې امریکايي عسکر د ۲۰۲۱ د سېپټمبر په ۱۱ نېټه د افغانستان نه ستنېږي. په دغه نېټه به په امریکې د ۲۰۰۱ ۹/۱۱ حملو شل کاله هم پوره شي.

د صدر بایډن د خبرو نه وړاندې یو لوړ رتبه امریکايي چارواکي وي او ای ته وویل چې بایډن ګڼي چې د امریکايي مفاد د پرمختګ دپاره او د خطراتو نړیوال تصویر ته په کتنه ضروري ده چې په افغانستان کې جګړه ۲۰ کاله وروسته ختمه کړی شي.

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ په برسلز کې دی او د نېټو همکارانو سره به د افغانستان د اینده په موضوع خبرې کوي. هغه وویل امریکې او د نېټو اتحادیانو مشترک هدفونه ټاکلي وو، دغه اهداف ترلاسه شوي دي او وخت راغلی چې امریکايي عسکر کور ته راوستل شي.

تېر کال د امریکې او طالبانو د امن په معاهده کې امریکايي ځواکونو دپاره افغانستان نه د انخلا دپاره د می د میاشت لومړۍ نېټه ټاکل شوي وه. دغه لوظنامه د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې لاس لیک شوي وه.

د صدر بایډن د فېصلې ترمخه به په افغانستان کې دا موجود ۳۰۰۰ امریکايي عسکر د می د نېتې نه وروسته پورې هم مېشته وي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د ټوېټر دلارې وویل که چېرې د معاهدې خلاف ورزي وشوه او خارجي ځواکونه د ټاکل شوي نېټې پورې د ملک نه و نه وتل نو د هغه په قول مسلې به نوې هم پېچیده شي او هغه به یې ذمه وار وي چې د معاهدې پابندي به نه وي کړي.

امریکايي چارواکي چې د وي او ای سره یې خبرې کولې وویل دوی ته د ډیر وخت راهسې معلومه وه چې یوازې پوځي طاقت د افغانستان داخلي سیاسي مشکلات او شخړې نشي حل کولی نو ځکه امریکا خپل پوځي عملیات ختموی او توجه به دې ته ورکوي چې په سفارتي توګه د امن دپاره د امن موجوده کوښښونو ته ورکړي.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه د امریکايي فېصلې ترڅنګ د ترکي خارجه وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د افغان امن په موضوع د لس ورځنۍ غونډې کوربتوب به کوي او ناسته به د اپرېل د ۲۴ نه شروع کېږي.

افغان حکومت د ترکي په ناسته کې د شرکت تصدیق کړی دی.

په دوحه کې د طالبانو د دفتر ترجمان د ټوېټر دلارې وویل تر څو ټول خارجي ځواکونه د افغانستان نه وي وتلي په داسې کوم کانفرنس کې به شرکت نه کوي چې د افغانستان په اړه به فېصلې کوي.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه د صدر بایډن د فېصلې خبر په داسې حال کې هم مخې ته راغلی چې یو امریکايي استخباراتي رپورټ په افغانستان کې د امن معاهدې په اړه ناامیدي ښکاره کړې او وايي که چېرې اتحادي ځواکونو د افغان حکومت د ملاتړ نه لاس واخلي نو د طالبان په مخه نیولو کې به د مشکلاتو سره مخامخ شي.

په افغانستان کې د امریکې د موجودګۍ په نقادانو کې د بروکنګز انسټېټیوشن د نړیوالو چارو کارپوهه مایکل اوهېنلن هم شامل دی وايي دا خو د وړاندې نه معلومه خبره وه چې امریکا په افغانستان کې بریا نشي ترلاسه کولی، د امریکي اتحادي افغان حکومت به اقتدار د لاسه ورکړي نو بیا د ځنډ په ځای زر وتلی انخلا نه ده پکار؟

مایکل او هېنلن وویل د دنیا دغه خطه چې د ۹/۱۱ حملو سرچینه وه د "نو مېن لېنډ" یا د بې مالکه ځمکې په څیر په اینده کې هم د ترهګرو پناه ځای جوړېدلی شي.

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وايي اوس پوښتنه دا ده چې ایا امریکا به افغانستان نه د ځواکونو د راوېستلو وروسته هم د افغان حکومت او د افغان ولس مرسته کوي او که نا؟

حقاني چې دا وخت د هډسن انسټېټیوټ د جنوبي او مرکزي اېشیا د چارو مشر دی وي او ای ته یې وویل طالبانو په امن کې هېڅ دلچسپي نه ده ښودلي او د دوحې بهیر د هغوی دا فکر نور هم مضبوط کړی دی چې امریکا د افغانستان د مسقتبل په ځای هلته نه په وتلو کې زیاته دلچسپي لري.

د وي او ای رپورټ وايي ځینې څیړونکي د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته په افغانستان کې د حالاتو په تشویش څرګندوي.

اوهېنلن وايي په افغانستان کې د شام په څېر حالات پېدا کېدلی شي.

ځینې څېړونکي وايي افغانستان به بېرته د طالبانو د دور حالاتو ته ستن شي.

د امریکې د سېنټ د خارجه چارو د کمېټۍ مشر او د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ غړی سېنټر باب مېننډېز وايي که چېرې مېرمنې خپل شهري حقونه بیا دلاسه ورکړي نو پکار ده چې امریکا د افغانستان سره امداد بند کړي.

د حزب اختلاف او د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ یو شمېر سېنټرانو د صدر بایډن د فېصلې مخالفت کړی دی.

په سېنټ کې د ریپبلېکن پارټۍ د غړو مشر سېنټر مېچ مېکانل وویل افغانستان نه د امریکايي ځواکونو راویستل سنګینه غلطي ده.

XS
SM
MD
LG