لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدربایډن: په راتلونکو دریو هفتو کې به په ۱۰ کې نهه امریکایان کرونا وېکسین ترلاسه کولی شي


د ګل، دوشنبې، په ورځ د کرونا وېکسین په اړه خپلو خبرو کې صدر بایډن دا خبرداری هم وکړو چې په هېواد کې د کرونا واېرس کېسونه یو وارې بیا په تباه کونکي انداز کې په چټکتیا زیاتېږي
د ګل، دوشنبې، په ورځ د کرونا وېکسین په اړه خپلو خبرو کې صدر بایډن دا خبرداری هم وکړو چې په هېواد کې د کرونا واېرس کېسونه یو وارې بیا په تباه کونکي انداز کې په چټکتیا زیاتېږي

د امریکا صدر جوباېډن ویلي په راتلونکو دریو هفتو کې به په لسو کې نهه امریکایان د کرونا ضد وېکسین د ترلاسه کولو اهلیت ولري

د ګل، دوشنبې، په ورځ د کرونا وېکسین په اړه خپلو خبرو کې صدر بایډن دا خبرداری هم وکړو چې په هېواد کې د کرونا واېرس کېسونه یو وارې بیا په تباه کونکي انداز کې په چټکتیا زیاتېږي.

صدر باېډن وویل د کرونا وایرس سره د مرګ او ژوند په جنګ کې ښکیل دي. هغه وویل د وایرس نوی قسم په تېزۍ خورېږي او د خفګان خبره داده چې مونږه په تېرو څو اوونیو کې ولیدل چې ځینې بې پامه خویونه خپل کړی شوي او دا ښايي چې راتلونکو څو هفتو کې به د کرونا واېرس کېسونه نور هم زیات شي.

په امریکا کې د یو نه بل ته لګېدونکو ناروغیو مخنیوي ادارې سېنټر فار ډیزیز کنټرول پریوینشن ډاېرېکټرې روشېل وېلېنسکي یوه ورځ وړاندې دا احساس څرګند کړی چې راتلونکو څو اوونیو کې لکه د یورپ په رنګه د سختو حالاتو عکسونه ښکاري.

د کرونا د نوي قسم وایرس دویمه څپه دا وخت په تېزۍ سره په ټوله امریکايي منطقه خورېږي.

وېلېنسکي ویلي چې په ګرده امریکا کې په روزانه کېسونو کې لس فیصده زیاتوالې لیدلی کېږي، د تېرې هفتې په پرتله روزانه تر 70000 نوې کېسونه رپورټ کېږي, په روغتونو کې د ناروغانو شمېرې څلور فیصده او د واېرس نه د مړینو شمېرې درې فیصده زیاتې شوي دي.

د ناېب صدرې کماله هېرس سره په وایټ هاوس کې د خبري کانفرنس په وخت صدر جوباېډن د ریاستونو په ګورنرانو، ښاروالو نور ځايي مشرانو زور راوړی چې بندیزونه دې نه نرموي او ماسک اچول دې لازم کړي.

صدر باېډن اولس ته خواست وکړلو مهرباني وکړۍ دا خبرې ییاست مه ګڼۍ، کاروباریان دې هم ماسکونه لازمه کړي.

حکومت مخالفه ګوند ریپبلکن د صدر جوبایډن حکومت لخوا د کاروبارونو بیا پرانستلو او د ډېر احتیاط نه کار اخستلو په فېصله نیوکې کوي.

په ایوان نماېندګان کې د ریپبلکن ګوند مشر کېوېن مېکارتی په ټوېټر لیکلي دي چې امریکایان اړتیا لري چې اقتصاد او سکولونه دې په مکمله توګه پرانستلی شي.

صدر جوباېډن دا هم اعلان کړی چې د اپرېل د نهمې نېټې نه به دا یقیني کړی شي چې د دوایانو په هر سټور کې به د کرونا ضد دویم وېکسین اخستی کېدی شي او هغه کسان چې د وېکسین حق لري د خپلو کورونو نه په پنځه مېله فاصله کې به ورته د وېکسین مرکزونه موجود وي.

باېډن دا هم وویل چې په ټوله امریکا کې به د وفاقي حکومت لخوا د وېکسینو لګولو مرکزونه د 17000 نه 40000 ته زیات کړی شي او د اپرېل 19مې نېټې پورې به په لسګونو نوې مرکزونه خلاص کړی شي.

د صدر جو باېډن د خلې چې په دې نوې هڅو هم کار روان دی چې ټولنیزو تنظیمونو ته فنډز او د ګاډو مرستې ورکړي شي چې هغه د ډېر عمر او معذوره خلکو ته مرستې ورکړی شي او دوي ته وېکسین ورکول یقیني کړي.

نیویارک ریاست د ګل پهه ورځ اعلان کړی دی چې د مارچ دېرشمې نېټې نه به تر دېرشو کالو پورې هر تن د وېکسین لپاره مستحق وي.

د ګل په ورځ سي ډي سي ویلي دي چې تر اوسه پورې 95 مېلینه خلکو ته اولنې وېکسین وکړی شوي او 52.6 مېلینه امربکایانو ته د وېکسین دواړه خوراکونه ورکړی شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په امریکا کې تر اوسه 5 لاکه او 47 زرو کسان کرونا واېرس مړه کړي او د 30 مېلینو زیات یې متاثره کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG