لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن: د انصاف وزارت د خبریالانو د ټېلې فون او ایمېل ریکارډ نشي ضبط کولی


د رویټرز خبري ادارې ترمخه د صدر بایډن د خبرې نه یوه ورځ وړاندې د امریکې سي اېن اېن ټیلي وژن وویل چې د انصاف وزارت د ادارې خبریالې باربره سټار ته ویلي چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په ۲۰۱۷ کې په خفیه توګه د هغې د دوو میاشتو ټېلې فون او ايمېل ريکارډ ترلاسه کړی و
د رویټرز خبري ادارې ترمخه د صدر بایډن د خبرې نه یوه ورځ وړاندې د امریکې سي اېن اېن ټیلي وژن وویل چې د انصاف وزارت د ادارې خبریالې باربره سټار ته ویلي چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په ۲۰۱۷ کې په خفیه توګه د هغې د دوو میاشتو ټېلې فون او ايمېل ريکارډ ترلاسه کړی و

د امریکې صدر جوبایډن ویلي د انصاف وزارت ته به اجازت ورنکړي چې د خبریالانو د ټېلې فون او ایمېل ريکارډ ضبط کړي ځکه چې دا به غلط ګام وي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د صدر بایډن د خبرې نه یوه ورځ وړاندې د امریکې سي اېن اېن ټیلي وژن وویل چې د انصاف وزارت د ادارې خبریالې باربره سټار ته ویلي چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په ۲۰۱۷ کې په خفیه توګه د هغې د دوو میاشتو ټېلې فون او ايمېل ريکارډ ترلاسه کړی و.

د دې میاشت په شروع کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي وو چې د صدر ټرمپ حکومت په ۲۰۱۷ کې د ورځپاڼې د دریو خبریالانو ریکارډ ترلاسه کړی و.

د جنوبي کوریا صدر مون جای اېن سره د مشترکه خبري غوڼدې په مهال صدر بایډن خبریالانو ته وویل چې د صحافیانو ایمېل او تېلې فون ریکارډ ترلاسه کول "په مکمله توګه" غلط کار دی او هغه به یې اجازت ورنکړي.

د صدر بایډن د خبرو نه وړاندې د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د جمعې په ورځ د معمول خبري غونډې نه وویل چې د سي اېن اېن د رپورټ مخې ته د راتلو وروسته د انصاف وزارت د مطبوعاتو سره لیدل غواړي.

جېن ساکي وویل صدر بایډن ژمنه لري چې د مطبوعاتو د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو تحفظ وکړي.

جېن ساکي وویل د صدر بایډن د حکومت انصاف وزارت به د "هولډر مثال" پېروي کوي، چې اشاریه یې پخواني مشر حکومتي وکیل یا څارنوال اېرېک هولډر ته وه.

د رویټرز رپورټ وايي اېرېک د پخواني صدر براک اوباما په وخت کې د انصاف وزارت مشر و او د خبریالانو د ریکارډ طلب کولو په لړ کې یې د وزارت اختیارات کم کړي وو.

خو بیا هولډر خپله د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې او د فاکس نیوز خبریالانو د ریکارډ ضبط کول منظوري ورکړې وه او د تنقید سره مخامخ شوی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG