لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن: یو کال مخکې د امریکې د جمهوریت په ضد "مسلح بغاوت" شوی و


صدر بایډن او نایب صدر کاملا هېرېس
صدر بایډن او نایب صدر کاملا هېرېس

د امریکې صدر جوبایډن ویلي یو کال مخکې د جنورۍ د میاشت په شپږمه نېټه د امریکې په جمهوریت حمله شوي وه، د امریکې ايين د بدترین خطر سره مخامخ شوی و خو د دې په ضد د ولس رای او جمهوریت بریا ترلاسه کړې ده.

صدر بایډن دغه خبرې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په کانګرس د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ پلویانو د حملې یو کال پوره کېدو په مناسبت د کانګرس د ودانۍ نه ولس ته نېغ په نېغه تقریر کې وکړې.

هغه وویل په کانګرس د حملې او د "مسلح بغاوت" په ضد جمهوریت او د ولس رای بریا وموندله.

هغه وویل په کانګرس د حملې په شا یو داسې صدر وو چې په پرامنه ډول د اقتدار انتقال ته تیار نه و او د ملک د مفاد په ځای خپلې شخصي ګټې ته ترجیح ورکوله.

د صدر بایډن اشاره خپل پېش رو ډانلډ ټرمپ ته وه خو د هغه نوم یې نه په ټول تقریر کې نه و اخیستلی.

د صدر بایډن د خبرو په ځواب کې ډانلډ ټرمپ مطبوعاتو ته یو بیان جاري کړو او ویې وېل د هغه ځای ناست په مکمله توګه ناکامه شوی دی، امریکا تباه کوي او "ځما نوم" په استعمالولو په ملک کې اختلافات پېدا کوي.

ډانلډ ټرمپ وویل په امریکا کې ګراني زیاته شوي ده، په پوځ کې ګډوډي ده او د "افغانستان نه زمونږ انخلا او یا تسلیمېدل" د هېواد د پوځ په تاریخ کې د ترټولو "شرمناکه" ورځ وه.

ډانلډ ټرمپ دا خبره تکرار کړه چې د کال 2020 په صدارتي انتخاب کې درغلي شوي وه او ویې وېل دغه انتخاب "یو لوې دروغ وو."

د 2021 د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس د ډانلډ ټرمپ د پلویانود یرغل له امله د کال 2020 د صدارتي انتخاب نتیجه په رسمي ډول د منظورولو دپاره د کانګرس خصوصي غونډه وځنډېله.

ډانلډ ټرمپ
ډانلډ ټرمپ

څو ګنټې وروسته چې امنیتي مامورینود کانګرس په ودانۍ کې په اړي ګړي قابو وموندلو، د کانګرس ځنډېدلي غونډه بیا شروع شوه او په صدارتي انتخاب کې یې د موجوده صدر جوبایډن بریا په رسمي ډول اعلان کړه.

د هغه وخت صدر ډانلډ ټرمپ د دوه زره شلم په صدارتي انتخاب کې د دویمې دورې دپاره امیدوار و او د انتخاب وروسته یې په ووټونو کې د درغلۍ دعوه وکړه او تر اوسه پورې په دغه دریځ ولاړ لیدل کېږي.

په کانګرس د حملې نه مخکې هم د جنورۍ په شپږمه نېټه ډانلډ ترمپ د پلویانو یوې جلسې ته وېنا کړې وه او ورته یې ویلي وو چې سخته جګړه دې وکړي.

ټرمپ هم اعلان کړی و چې د زيارت، پنجشبنې، په ورځ به په فلوريډا ریاست کې په خپل کور کې خبري غونډې ته وېنا کوي خو دغه غونډه منسوخ کړی شوي ده.

په يو بيان کې ټرمپ دا دعوې تکرار کړې ده چې د 2020 انتخابات هغه ګټلي. هغه وویل هغه به د جنورۍ په 15 نېټه په اېریزوزنه ریاست کې په یو شمېر اهمو موضوعاتو خبرې کوي.

صدر بایډن په خپله وېنا کې په ټرمپ سختي نیوکې وکړي او په هغه یې د 2020 د انتخاباتو په اړه د درغونو "جال" خپرولو الزام پورې کړو.

هغه وویل ډانلډ ټرمپ د وېناګانو په بنیاد د هغه پلویانو په کانګرس حمله وکړهږ

صدر بایډن وویل "په دې وخت به مونږ باید فېصله کوو چې مونږ به څه قسمه قوم وو."

صدر بایډن په خپل تقریر کې دا پوښتنه وکړه چې ایا امریکا به یو داسې قوم وي چې سیاسي تشدد به د معمول خبره ګڼي؟ ایا امریکا به یو داسې قوم وي چې د انتخاباتو جانبداره چارواکي به پرېږدي چې په قانوني ډول څرګندې کړی شوي د ولس رای بدلې کړي؟ ایا امریکا به یو داسې قوم وي چې د رڼا په ځای به د دروغو په سېورې کې ژوند کوي؟

صدر بایډن وویل "مونږ داسې قسم قوم نشوو کېدلی."

هغه زیاته کړه د وړاندې تګ لاره د حقیقت منل او د دې سره سم ژوند کول دي.

په سېنېټ کې د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ مشر سېنېټر مېچ مېکانل په کانګرس د حملې د کال په لړ کې په خپل بیان کې شپږمه جنوري "د کانګرس او زمونږ د ملک دپاره" توره ورځ وبلله.

هغه وویل "مجرمانو" د وفاقي حکومت په لومړۍ څانګه حمله وکړه او کانګرس یې د خپل کار نه ودرولو.

سېنېټر مېکانل زیاته کړه چې هغه چا چې د قانون خلاف ورزي یې کړې ده، په ضد یې د قانوني اقداماتو ملاتړ کوي. هغه دا خبره هم وکړه چې د واک من ډېموکرېټک پارټۍ غړي په کانګرس د حملې پېښه د سیاسي ګټو دپاره استعمالوی.

د صدر بایډن نه مخکې نایب صدرې کاملا هېرېس هم د کانګرس د ودانۍ نه د شپږمۍ جنورۍ د پېښې د کال پوره کېدو په مناسبت خصوصي وېنا وکړه او ویې وېل په دې ورځ د امریکې په جمهوریت حمله شوي وه. هغه په کانګرس یرغل کوونکي سخته خلک وبلل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG