د صدر جوبایډن حکومت به د تجارت په نړیوال تنظیم ورلډ ټرېډ ارګنایزېشن کې د کرونا وایرس په وېکسین د امریکې د ملکیت په حق یا پېټېنټ کې د استثنا دلارې نورو ملکونو د وېکسین د تیارولو اجازت ورکړي چې دا ډول په نړیواله کچه د وېکسین کمی او په تقسیم کې عدم توازن ختم شي.
دغه اعلان د امریکې د تجارت استازې مېرمن کېترین ټای د شورو، چهارشنبې، په ماسپښین وکړو.
مېرمن ټای وویل د کرونا وبا دا غېر معمولي حالات دي او پکار ده چې په دی لړ کې غېر معمولي اقدامات وکړي شي. هغې وویل د صدر بایډن د امریکې د ملکیت د حق محفوظ ساتل غواړي خو د وېکسین د تیارولو دپاره نورو ملکونو ته د استثنا ملاتړ ځکه کوي چې کرونا وبا ختمه شي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ فعالانو په واشنګټن کې مظاهره وکړه او د واک من ډېموکرېټک پارټۍ د کانګرس غړو، د انساني حقونو تنظیمونو، د صحت ماهرینو او نوبېل انعام ګټونکو کسانو د غږ سره یې خپل غږونه هم شامل کړل چې امریکا دې په کرونا وېکسین د ملکیت په حق يا پېټېنټ کې نورو ملکونو ته استثنا ورکړي چې دا ډول دوی جنرېک یا عمومي وېکسین تیارولی شي.
د وي او ای رپورټ وايي هندوستان او جنوبي افریقې د تېر کال د نومبر په میاشت کې په دې لړ کې د ډبلیو ټي او په ځینو قوانینو کې د استثنا تجویز وړاندې کړی و.
د وي او ای رپورټ وايي د امریکې دوا ساز کمپنۍ داسې نشي کولی چې د صدر بایډن د اجازت وروسته نورو ملکونو ته د وېکسین تیارولو دپاره فارمولې ورکول شروع کړي بلکې د دې دپاره به د ډبلیو ټي او ټول غړي ملکونه اجازت ورکوي.
دوه دواساز کمپنۍ فایزر او موډرنه نورو ملکونو ته د مجوزه استثنا مخالفت کوي، وايي د دې په نتیجه کې به د وېکسین خام مال په طلب کې د زیاتوالې له امله به یې ترلاسه کېدل مشکل شي او چی د دې استثنا دلارې به چین او روس ته د تجارت خفیه رازونه په لاس ورشي.