لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 جوبایډن وايي د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر به په امریکایانو غږ کوي چې ۱۰۰ ورځې دې ماسک ولګوي 


د نومبر په دریمه نېټه شوي صدارتي انتخاب کې د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن د واکمن ريپبلېکن پارټۍ موجوده صدر ډانلډټرمپ په مقابل کې کامیاب بلل شوی دی. صدر ټرمپ په انتخاب کې د درغلۍ الزمات لګولي دي، رسمي ډول یې ماتی نه دی منلې خو حکومتي ادارې ته د انتقال اقتدار د تیارۍ امر کړی دی
د نومبر په دریمه نېټه شوي صدارتي انتخاب کې د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن د واکمن ريپبلېکن پارټۍ موجوده صدر ډانلډټرمپ په مقابل کې کامیاب بلل شوی دی. صدر ټرمپ په انتخاب کې د درغلۍ الزمات لګولي دي، رسمي ډول یې ماتی نه دی منلې خو حکومتي ادارې ته د انتقال اقتدار د تیارۍ امر کړی دی

د امریکې په صدارتي انتخاب کې بریالی بلل شوي امیدوار جویابډن ویلي د صدر په حېث په خپلو لومړو کارونو کې به د امریکایانو څخه غوښتنه کوي چې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر دې ۱۰۰ ورځې ماسک ولګوي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د جوبایډن دغه وېنا د صدر ډانلډ ټرمپ د دریځ نه جدا دی چې د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې به یې د ماسک په افادیت شک کوولو او له امله یې د ماسک په مسله سیاسي اختلافات هم پېدا شوي وو. صدر ټرمپ چې خپله او مېرمن يې کرونا وایرس ناروغه کړي وو ډیر په باقاعده ډول به یې ماسک نه استعمالوولو او هم دغه روش د هغه ځینو پلویانو هم خپلوولو.

ماهرین وايي د کرونا وایرس د مخنیوي‌ په لړ کې د ماسک استعمال یوه اسانه لاره ده. په امریکا کې د کرونا وایرس نه ۲۷۵۰۰۰ کسان تر اوسه مړه شوي دي.

نو منتخب صدر جویابډن د دې خبرې اهمیت تکرار کړی چې خولې او پوزې ته ماسک لګوول د امریکایانو د قام سره د مېني ذمه واري ده. هغه دا تجویز هم وکړی و چې د ملک په کچه به د ماسک استعمال لازمي وټاکي خو بیا یې دا خبره تسلیم کړه چې ممکنه ده د صدر په حېث هغه دا اختیار نه لري چې په قامي کچه د ماسک د استعمال شط نافذ کړي.

د سي اېن اېن ټېلې وژن سره مرکه کې جوبایډن وویل چې د جنورۍ په ۲۰ نېټه د صدارت د سوګند پورته کوولو په موقع به په امریکایانو غږ کوي چې ماسک ولګوي. "زه د ولس نه د سلو ورځو غوښتنه کوم چې ماسک دې شي. د همېشه دپاره نه صرف ۱۰۰ ورځې دې ماسک شي او ځما په خیال مونږ به (په وایرس کې) لوی کمی ووینوو."

جوبایډن د کانګرس په غړو غږ وکړو چې د کرونا وایرس له امله په اقتصادي توګه د ځپل شویو امریکایانو د مالي مرستې دپاره دې د ۹۰۰ ارب ډالرو امداد قانون دې منظور کړي.

جوبایډن وویل دا به کافي نه وي خو ښه شروع به وي او د نور امداد دپاره به د کانګرس نه غوښتنه کوي.

د نومبر په دریمه نېټه شوي صدارتي انتخاب کې د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن د واکمن ريپبلېکن پارټۍ موجوده صدر ډانلډټرمپ په مقابل کې کامیاب بلل شوی دی. صدر ټرمپ په انتخاب کې د درغلۍ الزمات لګولي دي، رسمي ډول یې ماتی نه دی منلې خو حکومتي ادارې ته د انتقال اقتدار د تیارۍ امر کړی دی.
د صدر ټرمپ مرستیالان باور نه کوي چې د صدر‌ ټرمپ به د جنورۍ په ۲۰ نېټه د جوبایډن د سوګند پورته کوولو په دستوره کې شرکت وکړي.
جوبایډن د سي اېن اېن سره مرکه کې وویل دا ښودلو دپاره چې په امریکا کې د سیاسي مخالفینو ترمنځ د اقتدار انتقال په پرامنه ډول ترسره کېږي دا ضروري ده چې صدر ټرمپ د هغه د سوګند په دستوره کې ګډون وکړي.

جوبایډن وویل په دستوره کې شرکت کوولو یا نه کوولو د صدر ټرمپ فېصله په شخصي توګه د هغه دپاره نه خو د ملک دپاره اهمیت لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG