لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې پخوانی صدر جارج ایچ بش ناروغه دی


صدر براک اوباما د هغه کورودانه میشیل، پخوانی صدر جارج ډبلیو بش او د هغه کور ودانه لارا بش
صدر براک اوباما د هغه کورودانه میشیل، پخوانی صدر جارج ډبلیو بش او د هغه کور ودانه لارا بش
د امریکې پخوانی صدر جارج ایچ بش ناروغه دی او د ټیکسس ریاست هیوسټن ښار کې هسپتال کې د علاج د پاره داخل دی.
بش سینیئر یا مشر بش چې دا وخت يي عم ٨٨ کاله دی، د نومبر د ٢٣ مې نیټې راهسې هسپتال کې دی. تیره هفته پې تبه او ساه بندۍ په رنگ ټوخی راغلی وو.
د ډاکټرانو خیال وو چې د کرسمس په موقع به مشر بش کورته اولیږلی شي خو د هغه ترجمان د گل په ورځ ویلي هغه به لا نور څه وخت هم هسپتال کی تیروي.
جارج ایچ بش چې د مشر بش په نوم هم یادیږي د پخواني صدر جارج ډبلیو بش پلار دی چې په کال ١٩٨٩ کې د ریپبلیکن گوند د طرفه د امریکې ۴١م صدر په حيث ټاکلی شوی وو. هغه د امریکې استخباراتي ادارې سي آئي ای مشر هم پاتې شوی وو.
کال ١٩٩١ کې د صدر جارج ایش بش صدارت په مهال امریکې او نورو اتحادي هیوادونو د عراق خلاف پوځي کاروائي شورو کړه چې تر دا وخت د هغه د صدارت د خارجه پالیسۍ کې یوه اهمه واقعه گڼلی کیږي.
د دواړو بش صدرانو، یعنې جارج ایچ بش او د هغه ځوی جارج ډبلیو بش، دورونو کې امریکا په منځني ختیز کې جنگونو کې ښکیل شوې ده.
کال ٢٠٠١ کې په امریکا د سپټمبر د نهمې نټیې د ترهگر بریدونو په ترڅ کې امریکا او اتحادي هیوادونو افغانستان کې د القاعده او طالبانو پرضد پوځي کاروائي شورو کړه او بیا په کال ٢٠٠٣ کې امریکې په عراق یو وارې بیا پوځي کاروائي ووکړه.
د هیواد دننه په اولسي کچه جنگونو خلاف مخالفت کې د زیاتوالي په وجه کال ٢٠٠٨ کې ریپبلیکن گوند صدارتي انتخابات ووبیلل او د ډیموکریټک گوند امیدوار براک اوباما انتخابات گټه ترلاسه کړه. انتخابې عمل کې براک اوباما عراق او افغانستان کې د جنگونو ختمولو خبره هم کړې وه او هم د براک اوباما د صدارت په مهال امریکې راق نه پوځونو راویستل او کال ٢٠١۴ کې افغانستان نه هم خپلې جنگي دستې ستنوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG