لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وایټ هاوس د صدر ټرمپ د مواخذې د مخنیوي تورونه لگول شوي


دامریکایي کانګریس د استخباراتي کمیټې مشر ایډم شف دعوه کړې ده چې د صدر ټرمپ د مواخذې په پلټنو کې دټرمپ انتظامیه خنډان راولاړوي.

دچهارشنبې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ښاغلي شف ویلي” مونږ په دې خبره اندېښنه لرو چې سپینه ماڼۍ به زمونږ دپلټنو مخې ته د خنډانو راولاړولو هڅې کوي”

هغه ویلي مونږ دا خبره په ډاګه کول غواړو چې که صدر ټرمپ،دبهرنیو چارو د وزیر مائیک پومپیو یا کوم بل شخص اړونده شهادتونو ته دکانګریس د لاس رسي مخې ته د خنډانو راولاړولو هڅه وکړه نو دا به دثبوتونو رامنځته کولو کې لاسوهنه ګڼل کیږي.

په کانګریس کې د ډيموکراټ ګوند مشرانو تیره اوونۍ د صدر ټرمپ دګوښه کولو یا مواخذې دپاره دپلټنو پیل کولو اعلان کړی ؤ.

دا اعلان د هغه ټيلي فوني خبرو مخې ته له راتلو وروسته شوی ؤ چې پکې صدر ټرمپ د یوکرین صدر ولادیمیر زیلنسکي ته اته کرته ویلي چې په۲۰۲۰م کال کې کیدونکو صدارتي ټاکنو ته د ډیموکریټک ګوند دکاندید جوبائیډن اؤ دهغه د زوئ په ضد باید پلټنې وکړي .

رپورټونه وایي صدر ټرمپ دیو کرین صدر ته په دغو ټیلي فوني خبرو کې ویلي چې هغه باید معلومه کړي چې ایا په رېښتیا هم د جوبائیډن زوئ هنړ بائیډن ته دیوکرین د ګیس په یوه کمپنۍ کې په ستر معاش نوکړي ورکړل شوې ده؟

د ډیموکریټک ګوند مشرانو د یوکرین صدر ته د ټرمپ دا وینا امریکایي ټاکنو کې دبهرنۍ مداخلې برابر عمل ګڼلی دی

دصدر ټرمپ د مواخدې دپلټنو پیلیدلو سمدستي وروسته ښاغلي شف اؤ د ډیموکریټ ګوند سره تړاؤ لرونکو دکمیټیو مشرانو دټرمپ انتظامیې د موجوده اؤ پخوانیو چارواکو له لوري دیوکرین مشرانو سره دشوؤ خبرو اترو په اړوند معلومات اؤ شهادتونه غوښتي وؤ.

خو دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو د نهې په ورځ ویلي وؤ چې دهغه مامورین به دکانګریس دڅېړونکو مخې ته نه وړاندې کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG