لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: د جج کېوانو خلاف د جنسي تېري الزامات دې په ازاده توگه وڅېړل شي


کرسټین بلازي فورډ او جج برېټ کېوانو
کرسټین بلازي فورډ او جج برېټ کېوانو

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي تحقیقاتي اداره ایف بي ايي دې د سپریم کورټ دپاره د نامزد جج برېټ کیوانو خلاف د جنسي تېري پلټنې په ازاده توگه وڅېړي او په دې لړ کې دې هر ضروري گام واخلي.

صدر ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل "زه غواړم چې دوی (ایف بي ايي) جامع تحقیق وکړي."

صدر ټرمپ برېټ کېوانو د سپریم کورټ د جج دپاره نامزد کړی دی. په کانگرس کې د ښاغلي کېوانو د نامزدگۍ په اړه د اورونې په مهال کرسټین بلازي فورډ په نامزد جج الزام لگولی چې په کال ١٩٨٢ کې د سکول په زمانه کې یې په هغې جنسي تېری کړی و.

بریټ کېوانو په کلکه د مېرمن فورډ الزام ردوي.

د صدر ټرمپ د واکمن ریپلېلکن پارټۍ د کانگرس غړي د کېوانو حمایت او د حزب اختلاف ډیموکرېټک پارټۍ غړي یې مخالفت کوي.

د امریکې موجوده سیاسي حالات د جج کیوانو په سر د سخت اختلاف سره مخامخ دي او په مطبوعاتو په دې اړه تاوده تحثونه کیږي.

د کوینې پیک د نظر پوښتنې ترمخه ۴٨ امریکايي ووټران وايي سنېټ ته نه دي پکار چي د کېوانو تقرري منظوره کړي. ددې په مقابل کې ۴١ فیصد امریکایان د هغه د تقررۍ حمایت کوي.

د مېرمن فورډ نه علاوه بلې ښځې ډېبوره رېمرز هم په برېټ کېوانو د جنسي تېري الزام لگولی دی. ایف بي ايي د هغې سره خبرې کړې دي.

د امریکې سنیټ ١٠٠ غړي لري او د سپریم کورټ د چوکۍ دپاره کېوانو ته باید ٥٠ د سنېټ غړي ووټونه ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG