لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ خارجي کارکونکو ته په یو شمېر ویزو بندیزونه ولګولي


صدر ټرمپ د امریکې په جنوبي سرحد د جوړشوي دیوال سره ولاړ دی. د هغه حکومت وايي دیوال د لاطیني امریکې نه د خلکو د غیرقانوني راتګ مخه نیولي ده

د کرونا وایرس له امله د ملک اقتصاد ته د زیان او د امریکایانو په بې روزګارۍ ګې د زیاتوالي په سبب صدر ډانلډ ټرمپ د خارجي ملکونو نه امریکې ته راتلونکو کارکوونکو دپاره په ویزو عارضي پابندي لګولې ده.

په ویزو د پابندۍ زیات اثر به د ټېکنالوجۍ او د باغبانۍ په صنعتونو پرېوځي چې د نورو ملکونو نه کارکوونکو راوستلو دپاره د اېچ ون بي، جی ون او اېل ون ویزې استعمالوي.

په کېلېفورنیا کې د سېلېکان وېلي د ايي ټي ټېکنالوجۍ مرکز دی. دغلته په دریو کې دوه انجنیریان د خارجي ملکونو نه راغلي وي.

د خوراک تیارولو په کارخانو، د صحت د خېر ښېګړې په مرکزونو کې کارکوونکي او په کورونو کې د ماشومانو خیال ساتنې دپاره د بهر نه راتلونکي کارکوونکي چې اپېرز بلل کېږي دوی به په وزیر د عارضي پابندۍ نه مستثنا وي.

د وایټ هاوس مامورینو ویلي په ویزو د بندیز د دغه عارضي ګام مقصد د امریکايي کارکوونکو ته تحفظ ورکول دي.

د مارچ د منځ راهسې د کرونا وایرس دلاسه د امریکې اقتصاد ته د زیان په نتیجه کې څلوېښت اشاره پنځه مېلین کسان بې روزګاره شوي دي.

په ویز و دغه بندیز د سږ کال تر اخېره پورې لګول شوی دی.

XS
SM
MD
LG