لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په صدارتي انتخاب کې د کامیاب امیدوار رسمي اعلان څوک کوي؟


مطبوعاتي رپورټونه وايي د سرښار واشنګټن ډي سي ترڅنګ په یو شمېر ریاستونو کې ځای په ځای خلکو مظاهرې کړي دي خو د نهې، سه شنبې، د ورځې ووټونه په پرامنه ماحول کې ترسره شوي دي
مطبوعاتي رپورټونه وايي د سرښار واشنګټن ډي سي ترڅنګ په یو شمېر ریاستونو کې ځای په ځای خلکو مظاهرې کړي دي خو د نهې، سه شنبې، د ورځې ووټونه په پرامنه ماحول کې ترسره شوي دي

د امریکې د صدر د انتخاب دپاره د شویو ووټونو شمېره دوام لري او د شورو، چهارشنبې، د سحر پورې یو امیدوار هم کره بریا نه وه ترلاسه کړي او د امیدوارانو د کامیابۍ د شپږو ریاستونو په نتېجو اډاڼه وه.

د ریپبلېکن پارټۍ او موجوده صدر ډانلډ ټرمپ او د ډېموکرېټک پارتۍ جوبایډن کې یو د اینده صدر دپاره غوره کوولو دپاره په مېلینونو امریکایانو د نهې، سه شنبې، په ورځ ووټونه ورکړل.

په زیاترو ریاستونو کې د ووټونو نتېجې مخې ته راغلي خو په شپږو کې لا د ووټونو شمېر دوام لري او د صدارتي انتخاب حتمي نتېجه ورته اړتیا لري.

د ووټونو نه پس په مطبوعاتو کې د ووټونو غیر رسمي نتېجې اعلانیږي او د یو یا بل امیدوار د بریا په اړه اندازې لګول کیږي.

خو په انتخاب کې د یو امیدوار د کامیابۍ رسمي فېصله څوک کوي؟

د وي او ای انګریزۍ څانګې دې پوښتنې ته کتنه کړې ده.

په صدارتي انتخاب کې ووټران په مستقیم ډول صدر نه غوره کوي بلکې ووټران الېکټران (منتخب کوونکي) غوره کوي، الیکټران بیا د صدر دپاره رای ورکوي او بیا کانګرس د کامیاب شوي امیدوار اعلان کوي.

دغه عمل د نومبر د دریمې نېټې نه شروع شي او په جنورۍ کې سر ته ورسول شي.

د امریکن یونیورسټۍ د سیاسیاتو او حکومتي تګلارې د مطالعې مرکز ساین انسټېټیوټ اف پالسي انېد پالېټېکس اېمي ډېسي وايي د ووټونو په ورځ الیکټران (منتخب کوونکي) منتخب کړی شي، بیا د ډسمبر په میاشت کې منتخت شوي الیکټران یوځای شي او صدر ته ووټ ورکړي او بیا په جنورۍ کې کانګرس د صدر د انتخاب منظوري ورکړي.

د الیکټرانو تر څنګ د صدر په رسمي اعلان کې د کانګرس د نمایندګانو ایوان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز، ایوان بالا یا سنېټ او نېشنل ارکایوز یا د هېواد د تاریخ ساتنې اداره شامله وي.

په سرښار واشنګټن ډي سي او ۵۰ ریاستونو کې ووټونو سره ته د رسېدو نه پس د هر ریاست ګورنر د منتخب شویو الېکټرانو فهرست تیار کړي او بیا دغه فهرست د نېشنل ارکایوز مشر ته ولېږل شي.

د دې نه پس دغه الېکټران د ریاست په مرکز کې جمع شي او صدر او نایب صدر ته ووټونه ورکړي. سږ کال دغه ووټونه د ډسمبر په ۱۴ نېټه کېدونکي دي. په عمومي توګه د الېکټرانو ووټونه باید چې د ډسمبر د دویمې شورو، چهارشنبې، نه پس په لومړي ګل، دوشنبه ، وشي.

د الېکټرانو ووټونه بیا په کانګرس کې شمارل کېږي او کانګرس په رسمي ډول په صدارتي انتخاب کې د کامیاب شوي امیدوار تصدیق کوي.

په موجوده انتخاب کې د کانګرس دغه مرحله د جنورۍ په شپږمه نېټه کېدونکي ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG