لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې په یو شمېر ښارونو کې د صدارتي انتخاب په سر احتجاجونه شوي 


په نیویارک کې مظاهره چیانو د ټولو ووټونو د شمېرل کېدو غوښتنه کوله

د امریکې په یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه شوي دي او د احتجاج کوونکو غوښتنه وه چې په صدارتي انتخاب کې ورکړل شویو ووټونو شمېره دې وکړی شي. بلخوا په مشېګن او اېرېزونا ریاستونو کې د ووټونو د شمېرو مرکزونو نه بهر د صدر ډانلډ ټرمپ د پلویانو ډلو لاریونونه وکړل.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د صدر د انتخاب دپاره په مېلینونو امریکایانو رای ورکړې چې فېصله وکړي چې د ريپبلېکن پارټۍ موجوده صدر ډانلډ ټرمپ د اینده څلورو کلونو دپارهپه وایټ هاوس کې پاتې شي او که په ووټونو کې د هغه مخالف امیدوار د ډېموکرېټک پارټۍ جوبایډن د صدارت دپاره غوره کړي.

په زیاترو ریاستونو کې د لومړیو غېر رسمي نتیجو ترمخه جوبایډن د صدر ټرمپ نه وړاندې دی او صدر ټرمپ په ځینو ریاستونو کې د ووټونو د شمېر په اړه عدالت ته رجوع کړې ده. په ځینو ریاستونو د ووټ شمېرنې عمل لا روان دی او په کره توګه د یو امیدار د بریا اعلان تراوسه پورې نه دی شوی.

د شورو، چهارشنبې، په ماښام د نیویارک ترڅنګ په یو شمېر نورو ښارونو کې مظاهرې وشوې. په نیویارک کې پولیس یو شمېر کسان د اړي ګړي د راپاروولو په الزام ګرفتار هم کړل.

د مامورینو ترمخه په نیویارک کې د احتجاج کوونکو یوې ډلې غزلې ته د اور لګوولو کوښښ کوولو او پولیس سره یې نښتې کولې.

په شکاګو، لاس اېنجلس، سیاټل، هیوسټن، پټس برګ، مېنیاپلس او سېن‌ ډیاګو ښارونو کې هم مظاهرې وشوې.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د ووټونو په مکمل توګه د شمېرل کېدو ترڅنګ احتجاج کوونکو د نسلي امتیاز خلاف هم غږونه پورته کول. د نسلي امتیاز په ضد سږ کال په امریکا ګڼ شمېر مظاهرې شوي دي.

په اورېګن ریاست کې ګورنرې کېټ براون د نېشنل ګارډ ځواکونه فعاله کړل او مظاهرې یې فساد وبلل او یو شمېر کسان ګرفتار کړی شول. په اورېګن ښار کې د نسلي امتیاز خلاف سږ کال قریباً هره ورځ مظاهرې شوي دي.

د مشیګن په ډېټرویټ ښار کې د صدر ټرمپ پلویان د ووټ شمېرنې یو مرکز ته ورغلل او غوښتنه یې وکړه چې د ووټونو شمارل ته وتړل شي. او د اېریزونا ریاست په فېنکس ښار کې یوې ډلې نعرې کولې چې "غله بنده کړۍ."

د وي او ای رپورټ وايي دغه مظاهرې په داسې حال کې شوي دي چې د صدارتي انتخاب نتیجې لا واضحه نه دي او صدر ټرمپ په ووټونو کې د درغلۍ ناتایده دعوې کړي دي او ریپبلېکن پارټۍ د انتخاباتو په اړه په عدالتونو کې یو شمېر مقدمې درج کړي دي

XS
SM
MD
LG