د کال ۲۰۲۰ د امریکې په صدارتي انتخابونو کې د صدر ډانلډ ترمپ لخوا د درغليو د تورونو پورې کولو نه مخکې هم د صدر د ټاکنو د پاره په ووټونو کې د درغلیو الزامونه لګول شوي دي.
د کال ۲۰۲۰ د امریکې په صدارتي انتخاب کې د میینه درغلیو په اړه د صدر ډانلډ ترمپ د
د وي او ای د انګریزۍ څانګۍ په امریکا کې د انتخاباتو په سر لانجو او د دې اثراتو ته څه داسې کتنه کړې ده:
د کال ۱۹۶۰ په صدارتي انتخاب کې د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جان اېف کېنېډي او د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار رچرډ نکسن ترمنځ مقابله کې هم د درغلیو الزامات لګول شوي وو. د درغلیو بنیاد دا خبره وه د شکاګو میر یا ښاروال رچرډ ډېلي په دومره شمېره کې په درغلۍ دومره ووټونه ورکړي دي چې کېنیډي انتخاب ګتلی شو او صدارت ته رسېدلی شو خو نکسن معامله د وړاندې بوتلو نه انکار وکړو.
د نیویارک په پوټسدېم کې د کلارکسن یونیورسټۍ د سیاسیاتو استاذ الېکزېنډر کوهن وايي داسې شواهد موجود دې چې نکسن ځکه معامله ختمه کړه چې هغه تقیسم رامنځته کېدل نه غوښتل.
د ووټونو په نظام کې جدت
د انتخاباتو په سر لانجو هر ډول اثرات لیدل شوي دي.
په ۲۰۰۰ کې د ریپبلېکن پارټۍ جورج ډبلیو بش او د ډېموکرېټک پارټۍ د هغه حریف الګور ترمنځ صدارتي مقابله د فلورېډا ریاست د نتیجو په سر بالاخر سپریم کورټ ته ورسېدله. او هم د دغه کال د صدارتي انتخاب له امله د ووټونو په نظام کې جدت وشو.
تر دغه کال پورې د ووټونو دپاره د پنچ کارډ نومې نظام چلېدو چې له امله یې د ۲۰۰۰ په انتخاب کې مسلې راپورته شوي. د پېنسلوېنیا سټېټ یونېورسټۍ سیاسیاتو استاذ رابرټ سپيل وايي زیاترو امریکایانو ته نه وه معلومه په دغه نظام کې د غلطیو له کبله هر کال په رزګونو ووټونه ضایع کېدل. هغه وویل د انتخاباتو مامورینو ته معلومه وه خو د کال ۲۰۰۰ د انتخاب نه وړاندې یې څوک نه خبرول. او بیا د بنچ کارډ نظام ختم کړی شو.
الګور انتخاب وبېللواو د کلارکسن یونیورسټۍ الېکزېڼدر کوهن وايي د ووټونو په مشینانو کې د خرابۍ له امله الګور د انتخاب په اړه پوښتنې راپورته کولی شوې خو هغه دغه لارځکه غوره نکړه چې هغه ګڼل دا به د جمهوریت دپاره زیانمه خبره وه.
په انتخاباتو د لانجې تباه کن اثرات
په کال ۱۸۷۶ د ریپبلېکن پارټۍ ردرفرډ بي هېز او د ډېموکرېټک پارټۍ سېمویل ټېلډن ترمنځ د صدارتي انتخاب په پایلو د لانجې په نتیجه کې د امریکې په جنوبي ریاستونو کې افریقايي امریکنیانو تور پوستو نه یوازې د ووټ ورکوولو دلاسه ورکړو بلکې د غلامۍ نه ازادي یې هم ختمه شوه. او د امریکې په تاریخ کې د دغې پېښې اثرات اوس هم محسوسیږي.
د دغه کال په انتخاباتو کې دواړو ګوندونو د بریا دعوه کوله. د دېموکرېټک پارټۍ حمایت زیاتره هغو کسانو کوولو چې پخوا د غلاماناو مالکان وو. ډېموکرېټک پارټي یوازې په دې شرط په صدارتي انتخاب کې د بریا د دعوې نه په شا شوه چې یونین یا د وفاقي حکومت ځواکونه دې د جنوبي ریاستونو نه ویستل شي. ۱۱ کاله وړاندې د خانه جنګۍ د ختمیدو نه پس وفاقي ځواکونه د ازاد شویو غلامانو د تحفظ دپاره په جنوب کې پرځای کړی شوي وو.
پروفېسر رابرټ سپیل وايي د دې وروسته د امریکې په جنوب کې هغه سیاستوال بیا قوي شول چې د غلامۍ د خاتمې حمایت یې کوولو او د دې په حتمي نتېجه کې افریقايي امریکنیان د هر ډول سیاسي او سماجي حقونو نه محرومه شول.
او بیا د جېم کرو نومې قوانین منظور کړی شو چې دلاندې یې د سپین پوستو او افریقايي امریکنیانو یا تور پوستو ترمنځ امتیاز ته قانوني شکل ورکړی شو.
پروفېسر کوهن وايي کانګرس په بنیادي توګه په جنوب کې د نسلي امتیاز په بنیاد د حکومت اجازت ورکړو.
خفیه ووټونه
په ۱۸۸۸ کې د ډېموکرېټک صدر ګرور کلیولېنډ او د ريپبلېکن پارټۍ د هغه مخالف بېنجمن هېرېسن ترمنځ صدارتي مقابله کې د رشوت الزامات لګول شوي وو. په دغو ورځو کې سیاسي ګوندونو ووټونه تقیسمول او ځینو خلکو به په هغو خلکو خپل ووټونه خرڅول چا به چې ورته زیاتې پېسې ورکولې.
د وي او ای رپورټ وايي ریپبلېکن پارټۍ کارکوونکو ته وویل چې ووټران دې د پنځو پنځو کسانو په ډلو کې ووېشي او ووټونه دې ترې په بېیه واخلي. د دې لانجې په نتیجه کې د ووټونو عام تقیسم ختم کړی شو او د خفیه ووټونو نظام وزېږېدلو.
پروفېسر سپیل وايي په دغه انتخاب کې په پراخه کچې د کرپشن الزمات لګول شوي وو او په نتیجه کې په قامي کچه د خفیه ووټونو نظام پرځای کړی شو.
ایا جمهوریت د خطر سره مخامخ دی؟
پروفېسر کوهن په افریقا او لاطینې امریکا کې د جمهوریت د ناکامۍ په شا د ووټ ورکوولو په نظام د پوښتنو راپورته کېدل ويني او وايي کله چې خلک دا یقین دلاسه ورکړي چې سیاسي نظام منصفانه نه دی، د دوی مسلې نشی حل کولی او دا یقین نه لري چې د دوی د ووټ څه اهمیت هم شته نو په داسې حال کې جمهوریت د ناکامۍ سره مخامخ شي.
هغه وویل کله چې دا دریځ خپل کړی شي چې د خلکو ووټونه ځکه اهمیت نه لري چې د درغلۍ نور ووټونه موجود دي په دې خلک بغاوت ته راپارول کېږي چې جمهوریت په بنیادي توګه بې کاره شوی دی او بیا د جمهوریت بنیادونه په ریژېدو شي.
پروفېسر کوهن وايي په موجوده وخت کې د امریکې د جمهوریت رېښو ته لا نقصان نه دی رسېدلی او یو سبب یې هغه دا ګڼي چې په قانون عملداري لا دوام لري.