لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایان وايي د کال ۲۰۲۰ صدارتي انتخاباتو ستړي کړي دي


په انتخاباتو کې د واکمن ريپبلېکن پارټۍ صدر ډاڼلډ ټرمپ او د حزب اختلاف ډېموکرېټک پارټۍ پخوانی نایب صدر جو بایډن امیدواران دي. ډانلډ ټرمپ د صدارت د دوېم دور امیدوار دی
په انتخاباتو کې د واکمن ريپبلېکن پارټۍ صدر ډاڼلډ ټرمپ او د حزب اختلاف ډېموکرېټک پارټۍ پخوانی نایب صدر جو بایډن امیدواران دي. ډانلډ ټرمپ د صدارت د دوېم دور امیدوار دی

د امریکایانو اکثریت، ۶۸ فیصد خلک، وايي د کال ۲۰۲۰ صدارتي انتخباتو یې په ژوند کې پرېشاني زیاته کړې ده. دا خبره د امریکې د نفسیات پوهانو تنظیم امرېکن سایکلوجېکل اېسوسي اېشن په خپل تازه رپورټ کې کړې ده.

د رپورټ ترمخه، د ډېموکرېټک ګوند ۷۶ فیصد غړو، د ريپبلېکن پارټۍ ۶۷ فیصد او ۶۴ فیصد ازادو ويلي د نهې، سه شنبې، په ورځ کېدونکو ووټونو له امله په ذهني پرېشانۍ کې د مبتلا کېدو خبره کړې ده.

په انتخاباتو کې د واکمن ريپبلېکن پارټۍ صدر ډاڼلډ ټرمپ او د حزب اختلاف ډېموکرېټک پارټۍ پخوانی نایب صدر جو بایډن امیدواران دي. ډانلډ ټرمپ د صدارت د دوېم دور امیدوار دی.

د رپورټ ترمخه، ۷۷ فیصد خلکو د قام د اینده په اړه هم پرېشاني څرګنده کړې ده.

د صدارتي انتخاباتو سره د امریکايانو د تړلي پرېشانۍ په اړه د امرېکن سایکلوجېکل اېسوسي اېشن د رپورټ شریک مصنف ډاکټر وېل رایټ د خلکو په ‌ذهني پرېشانۍ کې د غورځېدو یو شمېر عوامل دي چې په څه نا څه طریقه به د انتخاباتو په نتیخو اثر انداز کېږي.

رپورټ وايي په افریقايي امریکنیانو یا تورپوستو کې د انتخاباتو سره تړلي پرېشاني په موجوده وخت کې زیاته ده. د کال ۲۰۱۶ په انتخاباتو کې د دې کچه ۴۶ فیصد وه خو سږ کال دا ۷۱ فیصد ته رسېدلې ده.

ډاکټر رایټ وايي په موجوده پړاو کې غیریقني حالات هم د پرېشانۍ یو لوی سبب دی او زیاتوي په دې وخت کې هرڅه غیریقیني دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې په رپورټ کې د صدر ډانلډ ټرمپ او د جوبایډن د پلویانو د انتخاباتو سره تړل شویو د خپلو پرېشانیو ‌ذکر کړی دی.

په ورجینیا ریاست کې بېټي مېټي مور د صدر ټرمپ حمایت کوي وايي که د صدارتي انتخاباتو په اړه خبرونه اوري نو پرېشاني یې زیاته شي تر دې چې بیا خوب نه ورځي.

په مېرې لېنډ ریاست کې جولي وايي ذهني پرېشانۍ او بې خوبۍ بې انتها ستړي کړي ده.

XS
SM
MD
LG