لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې نوی متوقع صدر جوبایډن به د خپلې کابېنې اعلان کوي


که څه هم د واک من ريپبلېکن پارټۍ موجوده صدر د نومبر په دریمه نېټه شوي انتخاب کې په رسمي ډول ماتی نه دی منلې خو حکومت یې مامورینو ته د اقتدار د انتقال دپاره د تیاري اجازه ورکړې ده
که څه هم د واک من ريپبلېکن پارټۍ موجوده صدر د نومبر په دریمه نېټه شوي انتخاب کې په رسمي ډول ماتی نه دی منلې خو حکومت یې مامورینو ته د اقتدار د انتقال دپاره د تیاري اجازه ورکړې ده

د امریکې په صدارتي انتخاب کې کامیاب بلل شوی د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن به د نهې، سه شنبې، په ورځ د خپلې متوقع کابېنې غړي اعلانوي چې پکې د سفارتي او قامي سلامتیا دپاره د چارواکو نامزدګي شامله ده.

که څه هم د واک من ريپبلېکن پارټۍ موجوده صدر د نومبر په دریمه نېټه شوي انتخاب کې په رسمي ډول ماتی نه دی منلې خو حکومت یې مامورینو ته د اقتدار د انتقال دپاره د تیاري اجازه ورکړې ده.

په رسمي ډول د انتخاب بریالی بلل کېدو نه پس به جو بایډن د جنورۍ په ۲۰ نېټه د صدر په توګه د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوي.

ټاکل شوي ده چې بایډن به د نهې، سه شنبې، په ورځ د خپلې متوقع کابېنې د ځینو غړو نومونه اعلان کړي.

د خارجه وزیر یا سېکرېټري اف سټېټ دپاره بایدڼ اېنتوني بلینکن نامزد کړی دی چې د هغه د اوږدې مودې راهسې په خارجه چارو کې مشیر هم دی.

جوبایډن ویلي د خارجه چارو او د قامي سلامتیا په مد کې وخت ضایع کوول نشي زغملی او د واک ترلاسه کوولو سره سم پرې کار شروع کوول غواړي. هغه وویل یوه داسې ډله یا ټیم تیارولو ته اړتیا لري چې د لومړۍ ورځې نه د میز په سر د امریکې د مشرۍ ځای بیا ونيسي، د نړۍ تر ټولو لویو مسلو په وړاندې دنیا رایوځای کړي او د امریکې د سلامتیا او سوکالۍ قدرونه په وړاندې بوځي.

جوبایډن وویل پخوانی خارجه وزیر جان کېري به د موسمي بدلون دپاره صدارتي استازی ګماري او د دې ترڅنګ به هغه په نېشنل سیکورټي کاونسل کې هم غړیتوب لري.

د جوبایډن مرستیالانو ویلي د موسمي بدلون دپاره د جان کېري ټاکل کېدل دا خبره برسیره کوي چې بایډن موسمي بدولون د قامي سلامتیا اهمه برخه ګڼي.

د خبري رپورټونو ترمخه جوبایډن جېنېټ یلن چې د مرکزي بېنک مشره پاتې شوي ده د خزانې د وزېرې په توګه نامزد کړې ده. نیویارک ټایمز ورځپانې لومړی دا خبره رپورټ کړی و چې مېرمن یلن د خزانې د وزیرې په توګه نامزد کړی شوي ده چې لومړۍ مېرمن به وي چې دغه عهده به ولري.

۷۸ کلن بایډن به د امریکې ۴۶ صدر وي.

د امریکې د داخلي سلامتیا یا ډپارټمنټ اف هوم لېڼد سېکورټي د مشرۍ دپاره الېهانډرو میروکس نامزد شوی دی. هغه قانون پوهه او په خاوره د کیوبا دی. که چېرې سېڼت د هغه تقرري منظوره کړه نو هغه به لومړی لاطیني امریکنی وي چې د امیګرېشن یا د مهاجرت د چارو سرپرستي به کوي.

په ملګرو ملتونو کې د استازیتو دپاره جوبایډن افریقايي امریکنۍ مېرمن لنډه تامس نامزد کړي ده چې په خارجه وزارت کې دندې په مهال یې په څلورو براعظمونو کې خدمات ترسره کړي دي. هغه په د کابېنې د غړي درجه لري.

مېرمن ایورېل هېنز چې د استخباراتي ادار سي ايي ای نایب مشره وه د قامي استخباراتي چارو دپاره مشیره نامزد کړی شوي ده چې د استخباراتي ټولنې مشره ګڼل کېږي. دا به هم لومړی ځل وي چې یوه مېرمن به په دغه چوکۍ کښېني.

جېک سولېون د قامي سلامتیا مشیر په توګه نامزد شوی دی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي داسې ښکاري چې جوبایډن به امریکا بیا په هغه نړیوالو اتحادونو کې شامله کړي چې صدر ټرمپ په خپل څلور کلن دور کې ترې بهر کړې وه.

جوبایډن ویلي د صدارت په لومړو ورځو کې به د صدر ټرمپ د وخت یو شمېر تګلارې ختمې کړي، د موسمي بدلون په اړه په پېرس معاهده کې به امریکا بیا شامله کړي، د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن به د امریکې انخلا ودروي او د ایران اېټمې معاهده کې به ملک بیا شامل کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG