لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جویابډن د امنیت په اړه د خپلې ډلې سره غونډه کړې 


صدر ټرمپ او جوبایډن
صدر ټرمپ او جوبایډن

د امریکې منتخب ولسمشر جو بایډن له هغه وروسته چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې لخوا د ملي امنیت رسمي خبرتیا یا لنډیز ترلاسه کولو څخه منع شو، د سې شنبې په ورځ یې په خپله د بهرنۍ ډیپلوماټیکو، استخباراتو او دفاعي کارپوهانو ناسته جوړه کړه.

بایډن د غونډې په پیل کې وویل: "زه پوهیږم چې زه نشم کولی هغه لنډیز ترلاسه کړم چې په عادي توګه باید اوس راسره وای."

د حکومتي خدماتو مدیریت مشره، ایملي مرفي لاهم هغه اسناد نه دي‌ لاسلیک کړي چې د واک د لیږد یا انتقال د پیژندنې سند په توګه پیژندل کیږي. نو ځکه هم تر اوسه د بایډن ټیم ځینې فنډونو ته لاسرسی نلري او د فډرال دفتر ځای کارولو اجازه هم نه لري.

د نوموړې ادارې یوه ویاند د نوم د نه ښودولو په شرط وویل: "تر دې دمه مونږ ته نور هیدایات نه دي شوي او د جي اېس اې د دفتر د قانون په اساس ټولې اړتیاوې ومني او بشپړې کړي، او د کلنټن ادارې لخوا په ۲۰۰۰م کال کې رامینځته شوې مخکینی قانون عملي‌ کړي."

ځینې فډرال چارواکو وي او اې ته وویل چې د حتی جي اېس اې د دفتر لخوا د تایید پرته هم که ولسمشر ټرمپ وغواړي نو کولی شي بایډن ته اجازه ورکړي چې محرم معلومات ترلاسه کړي.

ولسمشرټرمپ په وار وار پر خپل ټویټر د ټاکنو د ګټلو ادعا کړې او پرته له کوم ثبوته یې په ټاکنو کې د درغلیو دعوه کړې.

باېډن په ایالتونو کې د ګټې په اساس ۲۹۰ الیکټورل ووټونه ترلاسه کړي دي.

د ایوا ایالت سنېټر چک ګراسلي او د ټیکساس جان کارنین په شمول د ریپبلکن ګوند ځینې غړو د دې خبرې تایید وکړ چې د نړۍ له ګوټ ګوټه څخه د امریکا ملي‌ امنیت ته د ګواښونو په اړه لنډیز یا بریفینګ پکار دی د منتخب ولسمشر جوبایډن سره شریک کړای شي.

د کانګرس غړو زیاته کړه چې د ولسمشر ټرمپ لخوا په ټاکنو کې د راییو شمېرنو او ورکولو کې د بې نظمۍ ادعا په هکله قانوني شکایتونه کولی شي په همغږۍ سره پرمخ بوزي.

په ټول هیواد کې د ټاکنو چارواکو وي او اې او د امریکا نورو خبري ادارو ته ویلي چې دوی د پراخه درغلیو هیڅ شواهد نه دي موندلي، یوازې د راییو ورکولو کې د احتمالي بې نظمۍ لږې پیښې شوي وي چې د ټاکنو پایلو د بدلولو لپاره کافي ندي، حتی که ټرمپ خپلې قانوني قضیې وګټي.

که څه هم د امریکا په غیرسرکاري نتېجو کې جو باېډن د انتخاباو ګټونکی دی، یو شمیر انتخابي نتېجې د قانوني چېلنجونو او بیا شمیرلو سره مخ دي. د امریکايي قانون تر مخه ایالتونه به د ډسمبر د ۸مې نېټې پورې ټولې رایې تصدیق کوي او د الېکټورل کالج ګټونکی به اعلانوي. د دغې ګام سره به په رسمي توګه د ډسمبر په ۱۴مه نېټه نوې صدر انتخاب شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG