لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدارتي انتخاباتو کې ډېموکرېټک پارټۍ جوبایډن خپل امیداوار نامزد کړو  


صدر ټرمپ او د ډېموکرېټک پارټۍ د هغه حریف جوبایډن
صدر ټرمپ او د ډېموکرېټک پارټۍ د هغه حریف جوبایډن

د امریکې ډېموکرېټک پارټۍ جوبایډن په صدارتي انتخاباتو کې خپل رسمي امیدوار نامزد کړو چې د نومبر په میاشت کې کېدونکو ووټونو کې به د ريپبلېکن پارټۍ موجوده صدر ډانلډ ټرمپ سره مقابله کوي.

ډېموکرېټک پارټۍ د جوبایډن د نامزدګۍ فېصله د نهې، سه شنبې، په ورځ خپل کنوېنشن یا هغه روایتي غونډه کې وکړه چې د امریکې دواړه سیاسي ډلې پکې د خپل خپل صدارتي امیدواران غوره کوي.

ټاکل شوي ده چې جو بایډن به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په رسمي ډول د نامزدګۍ منلو وروسته د ډېموکرېټک کنوېنشن ته وېنا کوي چې دا مهال د کرونا وایرس له امله د انټرنېټ دلارې کولی شي.

د ريپبلېکن پارټۍ کنوېنشن اینده هفته کېدونکی دی او ټاکل شوي ده چې صدر ټرمپ به ورته د وایټ هاوس څخه د ګوند د صدارتي امیدوار په حېث وېنا کوي.

په داسې حال کې چې د ډېموکرېټک پارټۍ کې د جوبایډن د نامزدګۍ فېصله کوله صدر ټرمپ په اېریزونا او آیوا ریاستونو کې د خپلو پلویانو غونډو ته وېناګانې کولې.

صدر ټرمپ په خپلو تقریرونو کې په جوبایډن سختې نیوکې وکړې او د هغه تګلاره یې د ملک دپاره زیانمنه وبلله. هغه ووېل که چېرې جوبایډن انتخابات وګټل نو دا به د ملک د بقا دپاره د تباهۍ وړ وي.

صدر ټرمپ د مهاجرت په اړه د جوبایډن په تګلاره تنقید وکړو او ویې وېل پکار ده چې د نومبر په دریمه نېټه دغه تګلارې ته ماتی ورکړی شي.

د ډېموکرېټک پارټۍ په کنوېنشن کې د ګوند مشرانو په صدر ټرمپ او د هغه په تګلارو تنقید وکړو. د کنوېنشن په دویمه شپه دجوبایډن د نامزدګۍ فېصله د بېلا بېلو ریاستونو د نمایندګانو د حاضرۍ اخیستلو دلارې وشوه.

جوبایډن د فېصلې هرکلی وکړو او د کنوېنشن ګډون والو ته ویې وویل چې د زیارت، پنجشنبې، په شپه په سره وویني. جو بایډن به په دغه شپه مزدګي په قبولوي او د ډېموکرېټک ګوند د صدارتي امیدوار په توګه به رسمي وېنا کوي. که صدر ټرمپ سره موجوده نایب صدر مایک پېنس بیا ددغه چوکۍ امیدوار دی نو جو بایډن د ځان سره نایب صدارت دپاره کاملا هېرېس منتخب کړې ده چې لومړۍ افریقنۍ مېرمن ده چې دغه چوکۍ ته نومولو شوي ده.

د نهې،سه شنبې، په شپه جان کېري چې د براک اوباما په صدارت کې خارجه وزیر پاتې شوی و د ډېموکرېټک پارټۍ کنوېنشن ته خپل تقریر کې یې د صدر ټرمپ په خارجه تګلاره ټکونه وکړل. هغه وویل صدر ټرمپ د امریکې اتحادیانو سره روابط ماتوي او امرانو ته د مېنې خطونه لیکي.

جان کېري وویل جوبایډن دنیا ته د ورپېښو مشکلاتو ادراک لري او یقین لري چې د کرونا وایرس، ترهګرۍ او د موسمي بدلون غوندې مسلې د همکاري دلارې حل کېدلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG