لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې په صدارتي انتخاب کې د بریالي امیدار رسمي تصدیق نن کېدونکی دی


د نومبر په دریمه نېټه شویو ووټونو کې په غېر رسمي توګه د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن کامیاب بلل شوی دی خو موجوده صدر او د ریپبلېکن پارټۍ امیدوار ډانلډ ټرمپ په ووټونو کې د درغلۍ الزامات لګولي  او ماتی یې نه دی منلی

د امریکې د صدر د رسمي انتخاب دپاره غوره کړی شوي نمایندګان یا الېکټورل کالج به د ګل، دوشنبې، په ورځ په رسمي ډول د هیواد د نوي صدر د ټاکل کېدو تصدیق وکړي.

د نومبر په دریمه نېټه شویو ووټونو کې په غېر رسمي توګه د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن کامیاب بلل شوی دی خو موجوده صدر او د ریپبلېکن پارټۍ امیدوار ډانلډ ټرمپ په ووټونو کې د درغلۍ الزامات لګولي او ماتی یې نه دی منلی.

صدر ټرمپ فاکس ټېلې وژن ته د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل چې "دا لا ختمه (خبره) نه ده." صدر ټرمپ په صدارتي انتخاب کې د مبینه درغلیو په اړه یو شمېر مقدمې هم کړې وې خو ګڼ شمېر مقدمې د هغه په ضد فېصله شوي دي.

صدر ټرمپ وویل په ګڼ شمېر ریاستونو کې په مقامي کچه هم مقدمې لا دوام لري او په پېنسلوېنیا، مشېګن او جورجیا په رنګ ریاستونو کې هغه وویل چې د دوی نه ګټه غلا کړی شوه.

د ګل، دوشنبې، په ورځ به الېکټورل کالج غونډې کوي او امید دی چې په رسمي ډول به په صدارتي انتخاب کې د جوبایډن د ګې تصدیق وکړي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه وايي جوبایډن ۳۰۶ الېکټورل ووټونه ترلاسه کړي دي. په صدارتي انتخابت کې یو امیدوار کامیابۍ دپاره ۲۷۰ الیکټورل ووټونو ته اړتیا لري.

د امریکې په صدارتي انتخاب کې ریاستونه د الیکټورل کالج غړي یا استازي غوره کوي. دغه الیکټورل کالج بیا د خپلو رایو دلارې د کامیاب صدارتي امیدوار د حتمي ګټې تصدیق کوي.

د جوبایډن انتخابي کېمپین ویلي هغه به د ګل، دوشنبې، په ورځ د الیکټورل کالج د غونډې نه وروسته تقریر کوي.

چې الیکټورل کالچ یې د بریا تصدیق وکړي نو جو بایډن د امریکا شپږ څلوېښتم صدر وټاکي.

په امریکا کې د صدر انتخاب، د خلکو په نېغه ووټونو نه کیږي، بلکې هر ایالت کې چې یو کاندید بریالی اعلان شي، نو د هغه ایالت ځانګړې شمېر انتخابي استازي یا اېلکټرال کالج استازي بیا د هماغه کاندید په حق کې شمېرل کیدی شي. که څه هم د قانون له مخې دغه استازي کولی شي چې د خپلو ایالتونو د ووټرانو خوښه له سترګو وغورځوي او پخپله خوښه څوک صدر وټاکي، مګر په عملي توګه د دې کار امکان ډېر کم دی.

د الکټرال کالج استازو شمېر به (۵۳۸) وي او تمه ده چې په دې کې به ۳۰۶ تنه یې جو بایډن او ۲۳۲ تنه به یې ډانلډ ټرمپ ته رایه ورکړي.

پس له هغه چې الکټورل کالج استازي د دېسمبر په څوارلسمه آینده صدر وټاکي، د دوی فیصله کانګرس ته ځي او د جنوري په شپږمه (۶) د دوی د فیصلې تایید کوي او بیا به د جنوري په شلمه نوی صدر سوګند پورته کوي.

ټرمپ د اتوار/یکشنبې په ورځ بیا هم ټویټونه وکړل او یوه کې یې ولیکل، "د امریکا په تاریخ کې تر ټولو له درغلۍ ډک انتخابات!"

د شنبې/خالي په ورځ سرښار واشنګټن کې د انتخاباتو په اړه مظاهرې هم وشوې. د ټرمپ زرګونه پلویانو نارې وهلې چې ټرمپ دې د واک په څوکۍ پاته شي، خو یو شمېر نورو بیا د هغه خلاف مظاهره وکړه.

په دې منځ کې د مظاهره چیانو ترمنځ د لاس او ګرېوان کېدلو خبرونه هم ورکړل شول او ویل کیږي چې څلور تنه په چاړه ووهل شول او هسپتال ته منتقل کړی شول. همدا شان درويشت (۲۳) کسان په دې مظاهرو کې نیول شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG