لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې نو منتخب صدر جوبایډن وايي د امریکې د روح دپاره جګړه کې جمهوریت بریالی شو


الېکټورل کالج جوبایډن ته ۳۰۶ او صدر ټرمپ ته ۲۳۲ رای ورکړې. د صدارت چوکۍ ګټلو دپاره امیدوار باید چې ۲۷۰ الېکټورل ووټونه ترلاسه کړي
الېکټورل کالج جوبایډن ته ۳۰۶ او صدر ټرمپ ته ۲۳۲ رای ورکړې. د صدارت چوکۍ ګټلو دپاره امیدوار باید چې ۲۷۰ الېکټورل ووټونه ترلاسه کړي

د امریکې په صدارتي انتخاب کې د ډېموکرېټ پارټۍ امیدوار د خپل حریف د ريپبلېکن پارټۍ موجوده صدر ډانلډ ټرمپ په مقابل کې په رسمي ډول بریالی وټاکل شو.

د ګل، دوشنبې، په ورځ الیکټورل کالج یا صدر غوره کوونکو استازو د نومبر په دریمه نېټه شویو ووټونو کې د بایډن د کامیابۍ تصدیق وکړو.

د الکټورل کالج د رایو نه پس بایډن د ډېلاویر ریاست په پلرني ښار وېلمنګټن کې خپل تقریر کې وویل "د امریکې د روح دپاره په دې جنګ کې جمهوریت وګټله."

جوبایډن په امریکایانو غږ وکړو چې متحد شي او د زخمونو درملنه وکړی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي چې بایډن په لومړي ځل د انتخاباتو نتېجې د بدلوولو دپاره د صدر ټرمپ د کوښښونو غندنه وکړه او دا یې "زمونږ په جمهوریت غېرمعمولي تېری" وبللو. بایډن ووېل عن تر دې چې د هغه په قول د واک اختیار ناجایز استعمال هم د اقتدار په پرامنه ډول د انتقال مخه وه نه نیول شوه.

بایډن وویل ولس ووټ ورکړو، په ادارو یې خپل ایمان پرځای وساتلو او په انتخاباتو اعتماد پرځای دی.

الېکټورل کالج جوبایډن ته ۳۰۶ او صدر ټرمپ ته ۲۳۲ رای ورکړې. د صدارت چوکۍ ګټلو دپاره امیدوار باید چې ۲۷۰ الېکټورل ووټونه ترلاسه کړي.

د وېلمنګټن په یو تېټر کې خپله وېنا کې جوبایډن وویل "که چا ته وړاندې نه وه معلومه، اوس ورته معلومه شوه. چې د امریکایانو په زړونو کې څه درزیږي هغه جمهوریت دی."

صدر ټرمپ په انتخاباتو د درغلۍ الزامات لګولي وو او عدالتونو ته یې مقدمې هم وړلي وې چې زیاتره د هغه په حق کې نه دي فېصله شوي، تر اوسه یې په رسمې ډول په انتخاب کې ماتی نه دی منلی.

صدر ټرمپ د جو بایډن د وېنا په اړه څه نه دي ویلي خو د اتوار، يکشنبې، په ورځ یې په ټوېټر وویل په هغو ریاستونو کې چې مقابله پکې سخته وه د درغلۍ نه ډک دي او الېکټورل کالج بغیر د جرم کوولو نه د صدر تصدیق نشي کولی. صدر ټرمپ دغه تویټ د ګل، دوشنبې، په ورځ د الیکټورل کالج د فېصلې نه وړاندې تکرار کړو.

د صدر ټرمپ د واک من ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس ځینو غړو د جوبایډن بریا ومنله. خو د وي او ای رپورټ وايي د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس اکثریت غړو لا د جوبایډن کامیابي نه ده تسلیم کړي.

جوبایډن به د جنورۍ په شلمه نېټه د صدر په حېث د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG