د صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميي (حکومت) د نومبر په دریمه نېټه شوي صدارتي انتخاب کې کامیاب بلل شوي امیدوار جو بایډن ته د واک اختیار د انتقالوولو عمل لا نه دی شروع کړی.
په سرښار واشنګټن ډي سي کې جنرل سروسز اېډمنسټرېشن نومې حکومتي ادارې ویلي د اقتدار د انتقال دپاره پېسې او نور وسایل ودرولي دي ترڅو په صدارتي انتخاب کې د یو امیدوار بریا نه وي معلومه شوي. صدر ډانلډ ټرمپ په انتخاب کې ماتی نه دی منلی او د ووټونو په شمېر ک یې د درغلۍ الزام لګولی دی.
حکومتي ماهرین خبرداری کوي چې د اقتدار په منظمه ډول انتقال دپاره ضروري ده چې د انتقال عمل شروع شي.
د یو صدر نه بل صدر ته د واک اختیار انتقال څه ډول ترسره کیږي او په دې مهال کوم اقدامات اخیستل کېږي؟ دې پړاو ته د وایس اف امریکا د انګریزۍ څانګې کتنه کړې ده:
صدارتي انتقال څه ته ويي؟
په صدارتي انتخاب کې د یو امیدوار د ګټې نه واخلي بیا په رسمي ډول د هغه د صدر په حېث د سوګند پورته کوولو ترمنځ مودې ته ټرانزیشن یا موقتي وخت وېل کېږي. د ټرانزیشن ټیم یا ډله د بریالي امیدوار د انتخابي ډلې نه بدله وي. د دې خپل غړي وي او دا ځان له بجټ لري.
د ټرانزیشن په مهال څه کیږي؟
د ټرانزیشن په مهال د وفاقي حکومت واک اختیار نوي منتخب صدر ته د انتقالوولو پېچیده مرحله شروع شي. په دې وخت کې نوی منتخب صدر په وایټ هاوس کې د خپلې عملې غړي غوره کوي چې پکې د هغه مرستیالان او د کابېنې غړي شامل وي.
صدر قریباً ۴۰۰۰ کسان ګماري چې ګڼ شمېر پکې د سنېټ منظورۍ ته اړتیا لري. د صدر د انتظاميي دغه غړي د دوه اشاریه یو مېلین په کارکوونکو مشتمل د وفاقي حکومت د کارکوونکو او د یو اشاریه څلور مېلین عسکرو نګراني کوي چې د مجموعي بجټ یې څلور اشاریه پنځه کرب (ټرېلین) دی.
د خپلې عملې غړي د ګمارلو ترڅنګ نوی منتخب صدر او د مرستیالان د انتخابي کېمپین په مهال د هغه لوظونه د پوره کوولو لارې چارې هم لټوي. دوی ګوري چې کوم ګامونه په بیړنۍ توګه اخیستل کېدلی شي او کوم داسې صدارتي حکمنامې تلونکي صدر اعلان کړي چې په سمدستي توګه بېرته اخیستل کېدی شي. د ټرانزیشن غړي و وفاقي ادارو په تګلارو هم نظر ساتي او دا هم ګوري چې ایا نورې عملي ته ضرورت لري او که نا؟
ټرانزیشن یا موقتي وخت کله شروع کیږي؟
د انتقال مهال په غیر رسمي ډول هروخت شروع کېدلی شي خو په رسمي ډول دا په صدراتي انتخاب کې د یو امیدوار د بریا نه پس شروع شي. د کال ۱۹۶۳ د پرېزیډېنشل ټرانزیشن اېکټ دلاندې جي اېس ای د نو منختب صدر ډلې یا ټیم ته دفترونه او د دفتر سامان ورکوي. د دې ترڅنګ حکومت د صدر عملې دپاره د سکیورټي کلېرنس په مد کې هم مرسته کوي.
په کال ۲۰۱۰ کې د منظور شوي یو قانون ترمخه د لویو ګوندونو امیدواران د نامزدګۍ نه پس د حکومت مرسته ترلاسه کول شروع کړي چې پکې د حکومت د دفترونو او د حکومتي کمپیوټرو استعمال شامل دی. په موجوده انتخاب کې دغه عمل د اګست په میاشت ترسره شوی دی.
د وفاقي حکومت د قانون دلاندې د وفاقي حکومت مامورین پابند وي چې د راتلونکي صدر عملې ته د معلومات ورکړي او د وفاقي حکومت چارواکي په غیر سیاسي بنیادونو د انتقال اقتدار په مرحله کې مرسته کوي.
ایا د ټرانزیشن د وخت اوږد والی بېل بېل وي؟
د ټرانزیشن وخت عموماً ۱۱ هفتې وي، چې په نومبر کې د انتخاب نه شروع شي او د جنورۍ د ۲۰ نېټې پورې د صدر د سوګند پورته کوولو پورې وي. خو که د انتخاب نتېجې زر معلومې شي نو د ټرانزیشن موده کمه هم کېدلی شي.
په کال ۲۰۰۰ د ډېموکرېټک پارټۍ صدارتي امیدوار الګور او د ریپبلېکن پارټۍ جورج ډبلیو بش ترمنځ د انتخاب په سر عدالتي لانجې په وجه د ټرانزیشن موده ډېره کمه وه.
د ټرانزیشن دپاره مالي وسایل څوک ورکوي؟
ټرانزیشن دپاره پیېسې وفاقي حکومت او شخصي پنګې مالي وسایل برابروي. جي اېس ای قانوني اختیار لري چې د ټرانزیشن دپاره شپږ مېلین ډالر برابر کړي. نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايی جو بایډن د ټرانزیشن دپاره اووه مېلین ډالر په شخصي توګه جمع کړي دي.
د جوبایډن د ټرانزیشن منصوبه سازي څوک کوي؟
جوبایډن د خپل ټرانزیشن دپاره خپل مرستیال ټېد کافمین ګمارلی دی. کافمېن د ډېلاویر نه د سنټ غړی وو او کله چې بایډن سېنټر و نو کافمېن یې چیف اف سټاف یا د عملې مشر و. بایډن کافمېن د اپریل په میاشت کې وګمارلو چې د صدارتي انتخاب د ګتلو په صورت کې په امکاني توګه د ټرانزیشن دپاره تیاری وکړي. کافمېن په کال ۲۰۰۸ کې د صدر براک اوباما په ټرانزیشن ټیم کې هم کار کړی دی.